سام سنګ ۱۰۰۰ جي بي حافظه لرونکی موبایل بازار ته وړاندې کوي

پام وړ

سام سنګ ۱۰۰۰ جي بي حافظه لرونکی موبایل بازار ته وړاندې کوي

1628

د ۲۰۱۹ ز کال په پېل کې به د ځیرک موبایل جوړولو لوی شرکت سام سنګ د ایس لړۍ څلور نوي موبایلونه بازار ته وړاندې کړي چې یو به يې د پنځه جي 5G د کارولو وړتیا هم ولري.

خو د مالوماتو له مخې، د ایس ۱۰ یو ډول موبایل به د نړۍ له نورو موبایلونو جلا وي. دا موبایل به دولس جي بي رېم لري او حافظه به يې یو ټي بي یا ۱۰۰۰ جي بي وي.

تر اوسه یوه موبایل کې زیاته حافظه ۵۱۲ جي بي ده. دغه راز، تر اوسه هېڅ موبایل دولس جي بي رېم RAM نه لري او دا به لومړنی موبایل وي.

شونې ده چې دا دوه نوې او پرمختللې ځانګړتیاوې به ګلکسي ایس لس کې وي.



اعلان