خلیلزاد د افغان جګړې د ختمولو په پار درېیم سفر پېل کړ

افغانستان

خلیلزاد د افغان جګړې د ختمولو په پار درېیم سفر پېل کړ

167

د افغانستان د سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د امریکا د تاریخ د اوږدې جګړې د پای ته رسولو په موخه سیمې ته خپل درېیم سفر پېل کړی دی.
هغه له امریکا افغانستان ته را روان شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له لوري په یوې خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې خلیلزاد به له ولسمشر اشرف غني، اجراییه رییس عبدالله عبدالله او نورو افغانانو سره وګوري.
د خلیلزاد دغه سفر به اتلس ورځې وخت ونیسي چې په دې لړ کې به روسیې، ترکمنستان، متحده عربي اماراتو او د سیمې ځینو نورو هېوادونو ته لاړ شي.
خلیلزاد تېر نومبر میاشت کې کابل کې یوه خبري کنفرانس ته ویلي وو، تمه ده چې له راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو وړاندې به طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږو.
د امریکا روانه جګړه اتلسم کال ته ننوتې. اوسمهال د امریکا شپاړس زره پوځیان په افغانستان کې د افغان ځواکونو په روزنه او د وسله والو پر ضد په جګړه بوخت دي.
طالبان وایي، افغانستان کې د یوه امریکایي پوځي شتون هم نه منو او مبارزه به مو د وروستي بهرني پوځي تر شتون پورې روانه وي.
د خلیلزاد له سفرونو سره د خونړۍ افغان جګړې د پای ته رسېدو هیلې زیاتې شوي.



اعلان