د ملي یووالي حکومت بهرنی سیاست؛ لاسته‌راوړنې او نیمگړتیاوې

نظر او تحليل

د ملي یووالي حکومت بهرنی سیاست؛ لاسته‌راوړنې او نیمگړتیاوې

137

د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت له جوړېدو راهیسې، څه باندې څلور کاله تېرېږي او په دې موده کې هېواد له امنیتي او سیاسي بې‌ثباتۍ او اقتصادي ننګونو سره مخ و. په دې منځ کې بهرنی سياست هغه برخه وه، چې د ملي يووالي حکومت د ځينو ستونزو ترڅنګ، لاسته‌راوړنې هم پکې درلودې.

په ټوليز ډول، د ولسمشر غني په دوره کې د افغانستان بهرني سیاست تر ډېره غبرگوني چلند درلود او دا تر ډېره بیا په هېواد کې له امنیتي وضعیت سره تړل شوی و. دغه راز بهرنی سیاست بې‌ثباته روان و او په یو شمېر برخو کې نامتوازن هم و.

دا چې په ټوله کې د ملي یووالي حکومت د بهرني سیاست تګلاره څه وه او په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د بهرني سیاست په برخه کې څه لاسته‌رواړنې او نیمګړتیاوې موجودې وې؟ هغه موضوعات دي چې دلته مو پرې بحث کړی دی.



د ولسمشر غني بهرنی سیاست

له ۲۰۰۱م کال را وروسته بیا د حامد کرزي د ولسمشرۍ د دویمې دورې تر پایه، د افغانستان پر بهرني سیاست ډېری مهال له دې امله نیوکې موجودې وې چې ګواکې په غبرګوني ډول مخته وړل کېږي. له دې ورهاخوا په دغو ۱۳ کلونو کې له ګاونډیانو سره د اړیکو خرابوالی، د ګاونډیو او نورو هېوادونو پر وړاندې د متوازن بهرني سیاست نه لرل هغه څه وو چې په دې موده کې یې د افغانستان پر بهرني سیاست نیوکې زیاتې کړې وې.

په ۲۰۱۴م کال کې د ملي یووالي حکومت له راتګ سره، اشرف غني د ولسمشر په توګه د لوړې د مراسمو پر مهال وويل، چې د افغانستان ستونزه بهرني ابعاد لري او له همدې امله بهرنی سياست د هېواد لپاره حياتي ارزښت لري. ولسمشر غني د افغانستان د بهرني سیاست اړوند پنځه کړۍ معرفي کړې. په دغو کړیو کې هېوادونه او نړیوال سازمانونه په لاندې پنځو برخو وېشل شوي وو:

لومړۍ کړۍ: ګاونډي هېوادونه؛

دویمه کړۍ: د اسلامي نړۍ هېوادونه؛

درېیمه کړۍ: امریکا، اروپا، جاپان او کاناډا؛

څلورمه کړۍ: آسیایي هېوادونه؛

پنځمه کړۍ: نړیوال سازمانونه.

په ټوليز ډول، په دې دوره کې د بهرني سياست تر ټولو ډېره پاملرنه د سولې قضيې او اقتصادي پيوستون او د نړيوالو مرستو راجلبولو ته وه. د سولې په برخه کې ګاونډيو هېوادونو او اسلامي نړۍ ته زياته پاملرنه وشوه، ځکه دا هېوادونه په تېرو څلورو لسيزو کې د افغانستان په قضيه کې ښکېل دي. خو دا چې اوسمهال افغانستان د امريکا، اروپا، کاناډا، جاپان او ځينو نړيوالو سازمانونو پر مرستو او ملاتړ متکي دی، نو ځکه دوی ته هم د ولسمشر په تګلاره کې ځانګړې پاملرنه وشوه. په دې دوره کې د يوه اغېزناک او ګټور بهرني سياست لپاره د ملي يووالي حکومت له هڅو سره سره، بيا د حکومت د بهرني سياست تګلارې د ځينو لاسته‌راوړنو ترڅنګ ستونزې او نيمګړتياوې هم لرلې.

 

د بهرني سياست لاسته‌راوړنې

د ولسمشر غني په دوره کې د ملي یووالي حکومت د بهرني سیاست تګلاره لاندې لاسته‌راوړنې لري:

د نړیوالو مرستو جلبول:ولسمشر غني د ملي یووالي حکومت په لومړیو کې د بهرني سیاست د تګلارې پر مټ، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د ډېرې برخې له وتلو وروسته وتوانېد، چې د افغان ځواکونو او بیارغونې په موخه په ۱۳۹۵ هـ ش کال کې په وارسا او بروکسیل کنفرانسونو کې د اروپايي هېوادونو او امریکا مرستې راجلب کړي.

د وارسا په غونډه کې، د ناټو مشرانو پریکړه وکړه، چې د ۲۰۱۷ کال تر پایه به خپل سرتیري په افغانستان کې ساتي او تر ۲۰۲۰ کال پورې به له افغان حکومت سره د افغان ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه ۴.۵ ملیارد ډالره مرسته کوي. په بل اړخ کې، د بروکسل په غونډه کې د بیارغونې لپاره له افغان حکومت سره د ۱۵.۲ ملیارد ډالرو مرسته وشوه.

د انرژۍ د لېږد سیمه‌ییزې پروژې:د ملي یووالي حکومت پر مهال ولسمشر غني وتوانید چې د یو شمېر سیمه‌ییزو پروژو عملي کارونه پیل کړي. لکه د برېښنا د کاسا-۱۰۰۰ او د ټاپي د غازو نللیکې سترې سیمه‌ییزې پروژې. تجارت او ترانزيټ: د ملي حکومت پر مهال ولسمشر غني د ترانزیټي لارو په متنوع کولو او افغانستان د یوه هېواد له انحصار څخه ایستلو په برخه کې هم لاسته راوړنې لرلې.

د ملي یووالي حکومت پر مهال د افغانستان، ایران او هند ترمنځ د چابهار بندر د پراختيا ترانزیټي او سوداگريز تړون لاسلیک شو، چې له مخې به یې افغانستان له نړۍ او هند له افغانستان او منځنۍ اسیا سره سوداگري او راکړه‌ورکړه د چابهار بندر له لارې کوي؛ د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د رېل پټلۍ جوړول؛ د افغانستان د هرات او د ایران د خواف ترمنځ د ریل پټلۍ جوړول؛ د افغانستان او چین ترمنځ د رېل له لارې د سوداگرۍ پیل. له ځينو هېوادونو سره د هوایي دهلیزونو رامنځته کول او نړیوالو بازارونو ته د افغاني صادراتو رسېدل، هغه څه دي چې په دې دوره کې د ترانزيټي سوداګرۍ په برخه کې شوي دي.

سولې ته د رسېدو په موخه د بهرني سیاست له لارې هڅې:د ملي یووالي حکومت پر مهال ولسمشر غني د بهرني سیاست لارې هڅه وکړه چې طالبان په یو ډول د سولې خبرو ته حاضر کړي. د ملي يووالي حکومت وتوانید چې د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو غونډه په سعودي عربستان کې جوړه کړي او د مکې معظمې د امام له خولې په افغانستان کې د طالبانو روانه جګړه ناروا وبولي. د دې ترڅنګ، پر پاکستان د امريکا فشارونه هم هغه څه وو، چې افغانستان يې له تېرې يوې‌نيمې لسيزې راهيسې په لټه کې و. د بیت المقدس په قضیه کې د امریکا خلاف رایه کارول: نږدې یو کال وړاندې، افغانستان د ملګرو ملتونو سازمان په هغه بېړنۍ ناسته کې چې د امریکا له لوري د اسرائیلو د پلازمینې په توګه د بیت المقدس د رسمیت پېژندلو په اړه جوړه شوې وه، د امریکا د دریځ خلاف رایه ورکړه او په دې توګه د ملي یووالي حکومت پر مهال ولسمشر غني د یوه اسلامي هېواد د ولسمشر په توګه خپل مسوولیت ادا کړ او په بیت المقدس کې یې د امریکا د سفارت له پرانیستلو سره مخالفت وکړ.

 

د بهرني سياست نیمګړتیاوې

د ملي یووالی حکومت پر مهال که څه هم د افغانستان بهرني سیاست لاسته راوړنې لرلې؛ خو د لاسته راوړنو ترڅنګ یې ځینې نیمګرتیاوې هم درلودې، چې لاندې يې يادونه کوو:

لومړی: د ولسمشر غني په دوره کې د افغانستان بهرنی سیاست بیا هم تر ډېره غبرګوني و، چې له همدې امله یې په ډېرو مواردو کې توازن هم نه درلود. د بېلګې په توګه د ملي یووالي حکومت په لومړیو کې کابل له اسلام آباد سره خپلې اړیکې دومره ګرمې او نږدې کړې چې تر یوې مودې یې نوي ډهلي ته بیخي شا کړې وه؛ خو د څو میاشتو په تېرېدو سره دا ګرموالی ختم شو او کابل بېرته د نوي ډهلي په لوري مخه کړه او داسې مهال هم راغی د تورخم او چمن بندرونه وتړل شول، پر سرحدي پولو څو ځله نښتې وشوې چې مرګ ژوبله یې هم درلوده او آن دا چې افغان حکومت د آسیا زړه په کنفرانس کې د پاکستان ۵۰۰ میلیون ډالره مرسته رد کړه.

د سعودي او یمن په قضیه کې د ملي یووالي حکومت ځان له بې پلوۍ وایست او د سعودي عربستان له دریځه یې ملاتړ اعلان کړ. دغه راز ولسمشر غني ونه توانید چې د نړیوالو زبرځواکونو ترمنځ هم توازن وساتلی شي او په خپلواکه توګه د سیمې او نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره اړیکې وساتي. په ځانګړې توګه له امريکا او روسيې سره په اړيکو کې د توازن نشتون د دې لامل شو، چې د ملي يووالي حکومت په دوره کې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ سړه جګړه پيل او کال په کال ګرمه شي.

دویم: د ملي یووالي حکومت پر مهال د افغانستان د کمزوري حاکمیت او داخلي اختلافاتو له امله د بهرني سیاست په برخه کې ډېری مهال واحد او وروستی دریځ نه و معلوم. د بېلګې په توګه د مختلفو راپورو پر بنسټ له تېرو څو کلونو راهیسي پر ایران له دې امله تورونه دي چې افغانان د سوریې جګړې ته لیږي. په دې اړه افغان حکومت څو ځله د پلټنو ژمنه کړې او ترڅنګ یې ولسي جرګې او مشرانو جرګې هم ډېر کله په مستقیمه توګه پر ایران له دې امله سختې نیوکې کړې دي او له دې کار څخه یې د لاس اخیستلو غوښتنې کړې دي؛ خو نه يوازې دا چې افغان حکومت په دې اړه تر ډېره چوپتيا اختيار کړې وه، بلکې د اجراییه ریاست دویم مرستیال محقق د ایران په خاوره کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال له دغه کار څخه ملاتړ وکړ او د ایران په ملاتړ د داعش پر ضد د فاطمیون ډلې ستاینه يې وکړه.

درېیم:ولسمشر غني د ملي یووالي حکومت په لومړیو کې په ډېره بېړه له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ؛ خو په وروستیو کې یې پایله دا شوه چې په افغانستان کې روانه جګړه لا پراخه شوه، ملکي تلفات زیات شول او سلګونه زره افغانان د جګړو او بمباریو له کبله د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شول.

پای

 



اعلان