طالبان: امریکا به له افغانستانه وتلو ته مجبوره کړو

افغانستان

طالبان: امریکا به له افغانستانه وتلو ته مجبوره کړو

294

طالبانو د امریکا د دفاع وزیر هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ویلي يې وو له افغانستان به پوځيان ژر و نه باسي.

د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي "افغان ولس کلک مصمم دی چې امریکايي اشغالګر ځواکونه به په دې مجبوروي چې له افغانستانه ووځي".

دغه اعلامیه چې د طالب ویاند پر رسمي ټوېټر ادرس خپره شوې په کې زیاته شوې، طالبان له سیاسي لارو د امریکايي پوځیانو د ایستلو له پاره هلې ځلې کوي، خو دا په دې مانا نه ده چې ګنې په نظامي برخه کې به امریکايي پوځیانو ته څه نه ویل کېږي.

نوموړي زیاته کړې، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل او نه وتل د امریکايي جنرالانو انتخاب نه دی.

هغه ویلي، موږ امریکایانو ته موقع ورکوو، څو خپلې اندېښنې لرې او د "افغانستان اشغال" ته د پای ټکی کېږدي.

د مجاهد په وینا، طالب جنګیالي له جګړې ستړي نه دي او د وروستي امریکايي پوځي تر وتلو پورې به خپله وسله واله مبارزه روانه ساتو.



اعلان