د امریکا دفاع وزیر: تمرکز مو د افغان جګړې پر پای ته رسولو دی

افغانستان

د امریکا دفاع وزیر: تمرکز مو د افغان جګړې پر پای ته رسولو دی

115

د امریکا دفاع وزیر ویلي، تمرکز مو د افغان جګړې پر پای ته رسولو دی.

میلېټري ټایمز د جنرال جېمز مټېس له خولې لیکلي چې دې تمرکز کې له افغانستان د پوځ ژر ایستل شامل نه دي.

هغه افغانستان کې د یو څلوېښت هېوادونو ایتلاف د تاریخ تر ټولو ستر جنګي ایتلاف وښوده او زیاته يې کړه چې ټول دغې (د جګړې پای ته رسولو) هڅې ته ژمن دي.

د مټېس څرګندونې د امریکا د ولسمشر له هغو څرګندونو څو ورځې وروسته راځي چې افغانستان کې يې د پوځیانو د شتون د غځولو په اړه کړې وې.

افغان جګړه د امریکا د تاریخ اوږده جګړه ده چې اوس اتلسم کال ته ننوتې ده. اوسمهال شپاړس زره امریکايي پوځیان په افغانستان کې د افغان ځواکونو په روزنه او جګړه بوخت دي.

مټېس وویل، په اوولس کلونو کې په لومړي ځل ملګري ملتونه باور لري چې موږ سولې ته هیله مندي لرو.

د افغان جګړې د پای ته رسېدو په اړه دا هیله مندي وروسته له هغه پېدا شوه چې امریکا د افغانستان د سولې له پاره زلمی خلیلزاد وګوماره او خلیلزاد هم بې له ځنډه افغانستان، قطر کې د طالبانو دفتر او د سیمې نورو هېوادونو ته سفرونه وکړل.

ویل کېږي، خلیلزاد به څو ورځې وروسته د روسيې پلازمېنې مسکو ته هم سفر وکړي.



اعلان