د سپوږمۍ کوچنۍ ډبرې په اته نیم لکه ډالرو پلورل شوي

پام وړ

د سپوږمۍ کوچنۍ ډبرې په اته نیم لکه ډالرو پلورل شوي

249

په ۱۹۷۰ ز کال کې د پخواني شوروي اتحاد یوه فضایي بېړۍ لونا-۱۶ سپوږمۍ ته تللې وه او له هغه ځایه یې درې ډېرې کوچنۍ ډبرې له ځان سره راوړې وې.
ځمکې ته راوړل شوې دغه ډبرې هغه مهال په څلور لکه څلوېښت زره او پنځه سوه ډالرو پلورل شوې وې، خو اوس په لوړ قیمت پلورل شوي.
د رسنیو د رپوټونو له مخې، دا ډبرې اوس په اته لکه او پنځه پنځوس زره ډالرو په نیویارک کې پلورل شوي دي.
دا ډبرې د روسي فضایي ادارې د مشر سرګي کورلوف ښځې ته د ډالۍ په ټوګه ورکړل شوې وې.
لونا-۱۶ دولس ورځې سپوږمۍ کې تېرې کړې وې او دا یې پنځمه هڅه وه.
دا ډبرې ډېرې کوچنۍ دي. لوړوالی یې یو او پلنوالی یې دوه ملي متره دی.



اعلان