سعودي کې د بغاوت ګواښ، پوځ له ایالتونو ریاض ته غوښتل شوی

ګنګوسې

سعودي کې د بغاوت ګواښ، پوځ له ایالتونو ریاض ته غوښتل شوی

891

سعودي کې د بغاوت اوازې خپرې شوې دي. د ولیعهد محمد بن سلمان د نه شتون له امله له لویدیځو او ختیځو ایالتونو څخه پلازمېنې ریاض ته ډېر پوځ غوښتل شوی دی.

برتانوي رسنۍ لیکي، له واکه د محمد بن سلمان د ګوښه کولو له پاره د یوه ستر بغاوت شونتیا شته.

سعودي سرچینو ویلي، د پوځ د غوښتو موخه د ولیعهد په نه شتون کې د بغاوت ټکول دي.

وړاندې یوه خلیجي رسنۍ لیکلي وو چې د بغاوت د اوازو له امله ولیعهد د ځینو کسانو په دندو کې بدلون راوستی. رسنۍ ویلي وو چې د شاهي کورنۍ ځینو غړو د بغاوت په اړه هم خبرې کړي.

جرمني کې مېشت تبعید شوي شهزاده خالد بن فرحان خبرداری ورکړی چې سعودي کې اپوزېسیون ډله جوړه شوې او غواړي چې محمد بن سلمان له واکه وغورځوي.

د خالد په خبره، اپوزېسون ډله د یوې کودتا له لارې د محمد بن سلمان ګوښه کول غواړي.

موده وړاندې شاهي ماڼۍ ته نږدې د ډرون د غورځېدو او د ډزو رپوټونه خپاره شوي وو چې هغه مهال د محمد بن سلمان د وژل کېدو اوازې هم خپرې شوې وې.

بن سلمان ډېره موده له رسنیو پټ و، خو وروسته بیا راڅرګند شو.

ولیعهد اوس ارجنټاین کې دی. نوموړی هلته د نړۍ د شلو لویو اقتصادي هېوادونو غونډه کې ګډون له پاره تللی دی.



اعلان