"د پاچاهۍ سقوط افغانستان وپرځوه"

د پرون کيسه

300

انټرنشل پالیسي ډاېجسټ د افغانستان او په کې د ظاهرشاه د پاچاهۍ د سقوط په اړه یوه مقاله خپره کړې.

مقاله کې ویل شوي چې د ۲۰۰۲ ز کال په جون کې د لويې جرګې له لارې حامد کرزي ته قدرت ولېږدول شو. دا په داسې حال کې چې پخواني پاچا محمد ظاهر شاه پاموړ ملاتړ درلود، خو امریکا د هغه پر ځای د حامد کرزي ملاتړ وکړ.

رسنۍ وايي، د پاچاهۍ سقوط افغانستان وپرځوه.

د رسنۍ په وینا، د ۱۹۷۳ ز کال د جولای په اوولسمه جمهوریت پالو او کمونستو افغانانو پاچاهي نظام له منځه یوړ. داسې نظام چې له خپلو نیمګړتیاو سربېره يې ثبات او ډیموکراټیکه پرمختیا ترلاسه کړې وه او دا داسې پرمختیا وه چې د هېواد په تاریخ کې وړاندې نه وه لیدل شوې.

د ۱۹۵۰ او ۱۹۷۳ مو کلونو تر منځ افغانستان ډېر ښوونځي، ډاکټران، ښوونکي او سیلانیان لرل.

افغان پاچا د هېواد د عصري کولو د پروسې اصلي شخص و چې د مذهبي او قومي مشرانو ملاتړ يې درلود.

د مقالې لیکوال دې ته اشاره کړې چې پخواني پاچا د افغانستان د ټولو ایتنیکي ډلو ملاتړ درلود.

د لیکوال په وینا، له پاچا امان الله پرته، پاچاهي نظام له عنعنوي نورمونو او مذهبي ارزښتونو سره له ټکره ځان ساته چې دې کار د سویلي قبایلو له لوري د پاچاهۍ قانونیت ته لاره هواروله.

پاچاهۍ د نورو ایتنیکي ډلو پر وړاندې له تبعیض څخه هم دفاع کوله چې دې سره ایتنیکي ډلو د پاچاهۍ درناوی کاوه.

دغه مهال پاچا د اسلام او اسلامي دولت ساتونکي ګڼل کېدل.

پاچا علماوو ته، د بېلګې په ډول، د عدليې په څېر لوړ پوسټونه ورکړي وو، خو هېڅکله يې د حکومت اتوریته کمزورې نه کړه.

مطلب کې د ۱۹۶۴ ز کال اساسي قانون ته هم اشاره شوې چې ورسره ستر بدلون رامنځته شو او پاچاهي نظام په مشروطه نظام بدل شو.

لیکوال د سیاسي ترینګلتیا رامنځته کېدو ته هم اشاره کړې چې اسلامېستانو او کمونستانو رامنځته کړه.

لیکوال وايي چې له ۱۹۶۴ وروسته د بیان ازادي رامنځته شوه.

په ۱۹۷۳ ز کال کې د محمد داود په مشرۍ یوې سپینې کودتا کې پاچاهي نظام ړنګ او جمهوري نظام اعلان شو.

محمد داود دغه کودتا د پرچمیانو په مرسته وکړه. د مؤرخ حسن کاکړ په ګډون ځینې کسان دغه کودتا د افغانستان د اوږدې بې ثباتۍ پېلامه ګڼي. د محمد داود د واکمنۍ پر مهال د اسلامېستانو او کمونستانو تر منځ تربګني اوج ته ورسېده او دغه راز سیاسي بې ثباتۍ هم رامنځته شوه.

دې کودتا او سیاسي بې ثباتۍ بیا د ثور کودتا ته لاره هواره کړه چې په ۱۹۷۹ ز کال کې شوروي یرغل بیا د دغې اوږدې بې ثباتۍ پر لور بل ګام و.



اعلان