چين کې داسې غڼې موندل شوي چې بچي د تي ورکولو له لارې مړوي

پام وړ

چين کې داسې غڼې موندل شوي چې بچي د تي ورکولو له لارې مړوي

98

د چينايي پوهانو يوې ډلې نوی ډول غڼې موندلې دي، چې خپل کوچنيان د تي ورکولو له لارې مړوی او د بلوغ تر وخته يې پاملرنه کوي.

د چين رسمي خبري اژانس شينخوا تېره ورځ څرګنده کړه، چې د چين د ساينسي اکاډمۍ پوهانو يو نوی ډول غڼې موندلې دي چې مېږيانو ته ورته دي، په ځالو کې اوسېږي او په ټوپونو ګرځي، دغو غڼو ته توکسوس ماګنوس نوم ورکول شوی دی.

پوهانو د دې غڼو ۱۹ ځالې څارلي څو دا خبره کشف کړي چې ميندې خپلو کوچنيانو ته هغه ماده د تي ورکولو له لارې ورکوي چې شيدو ته ورته ده.

کوچنيان ليدل شوي چې د ميندو د ګېډو برخې نه تي روي او پر زمکه د يادې مادې له لوېدو وروسته هغه څکي.

دا هم موندل شوې چې د تي ورکولو عمليه ۲۰ ورځې دوام کوي او له دې وروسته نران بچي د ځالې پرېښودو ته اړ ويستل کېږي او ښځينه بچي ۲۰ نورې ورځې هم ځاله کې پرېښودل کېږي، چې دا موده غڼو کې د بلوغ پوره موده ده.



اعلان