د زیاتره وخت قهر اوسېدو یو مهم لامل

روغتیا

د زیاتره وخت قهر اوسېدو یو مهم لامل

172

یوازې دوه ساعته لږ خوب کولای شي چې تاسو قهر مزاجه کړي.

د امریکا په اییووا پوهنتون کې یوې تر سره شوې څېړنه کې د خوب د لږوالي او غوسې تر منځ اړیکه موندل شوې ده.

وړاندې دا ثابته شوې وه چې د خوب لږوالی د ذهني نارامۍ لامل کېږي او ناوړه وضعیت ته يې رسولای شي.

په دغې نوې څېړنه کې د دوه څلوېښت کسانو ازموینه اخیستل شوې او لیدل شوي چې د خوب لږوالی د دوی په طبیعت څه ډول اغېز پرېباسي.

دغه کسان په دوه ډلو وېشل شوي. یوې ته د بشپړ خوب اجازه ورکړل شوې، خو د بلې ډلې خوب يې له دوو تر څلورو ساعته لږ کړی و.

پایله کې مالومه شوه، هغه کسان چې خوب يې لږ و، د غوسې اندازه يې زیاته وه او غږونه (خبرې) پرې ډېرې ښې نه لګېدې.

 

 



اعلان