د «اېل جي» راتلونکی موبايل ۱۶ شاتنۍ کمرې لري

پام وړ

د «اېل جي» راتلونکی موبايل ۱۶ شاتنۍ کمرې لري

352

د ځيرکو موبايلونو د سيالۍ ډګر کې «اېل جي» شرکت د نوي داسې ځيرک موبايل د جوړولو وړاندوينه کړې، چې ساری نه لري.

د «GizChina» وېبپاڼې له راپور سره سم دا موبايل ۱۶ شاتنۍ کمرې لري، چې په مربع شکل ځای پر ځای شوې دي او هره يوه يې د يوه معلوم لوري زاويې ته جوړه ده چې پر مټ به يې وېډيوګانې او انځورونه تر ستر بريده دقيق وي.

د کمرو د شمېر دا ډېروالی او معلومو زاويو خوا ته يې د سترګو ميلان دغه راز له بېلا بېلو لوريو د يوه جسم د انځور اخيستلو توانايي ورکوي او په خوځېدونکي ډول يې يوځای کوي، چې له امله يې د دغه جسم درې‌بعدي انځور وړاندې کېږي.

ټاکل شوې ده، چې اېل جي خپل دغه نوی موبايل امريکا کې له ځايي شرکتونو سره په ګډه جوړ کړي او د راتلونکي کال په وروستيو کې يې بازار ته وړاندې کړي، چې بيه به يې له ۱۰۰۰ ډالرو پورته وي.



اعلان