د ژمي دې سړو کې د نرم، ملایم او ښکلي پوستکي له پاره د زیتونو تېل وکاروئ

روغتیا

د ژمي دې سړو کې د نرم، ملایم او ښکلي پوستکي له پاره د زیتونو تېل وکاروئ

266

د ژمي له پېل سره مو د پوستکي وچوالي (خشکی) کې زیاتوالی راځي چې ځینې خلک ډېر ځوروي.
زیاتره خلک د دې خشکی د له منځه وړلو له پاره بېلابېل کریمونه او لوشنونه کاروي، خو زیاتره یې اغېزمن نه وي.
د دې خشکۍ د له منځه وړلو له پاره د زیتونو د تېلو کارول یوه طبیعي او اسانه نسخه ده.
هره شپه له ویده کېدو وړاندې د چای د کاشوغې په اندازه دوه کاشوغې نیم ګرم زېتون په خپل مخ، لاسونو او پښو لکه د مساج ورکولو په څېر ووهئ.
دغه راز له لمبلو وړاندې خپله ملا او د بدن نورې برخې د زېتونو د تېلو په واسطه مساج کړئ.
دې مساج سره به نه یوازې ستاسو د بدن د وینې جریان ښه وي، بلکې په دې سوړ ژمي کې به مو د پوستکي نمي هم ساتلې وي.
خو که بدن مو ډېر خشک وي، نو له زېتونو سره لږ د کوپرې (ناریال) تېل ګډ کړئ او څو ورځې یې یو ځای وکاروئ.
تاسو کولای شئ چې د پوستکي د خشکۍ له پاره ډاکټر ته هم مراجعه وکړئ.



اعلان