د حضرت عیسی علیه السلام د ویناو څخه

اسلام

د حضرت عیسی علیه السلام د ویناو څخه

104

تورات عبری کلمه ده او معنا يې شریعت دی، او په پنځه اسفارو مشتمل دی:
۱ـ سفر التکوین ۲ـ سفر الخروج ۳ـ سفر اللاولین ۴ـ سفر العدد ۵ ـ سفر التثنیه
یهود وائې چې تورات حضرت موسی علیه السلام لیکلی، په تورات کې د نبیانو قصې او د مسیح علیه السلام د مخه د بنی اسرائیلو تاریخ هم بیان شوی. لکه څنګه چې ورکې شرعي آحکام هم د هغه وخت خلکو ته بیان شوی.
انجیل یوه یونانی کلمه ده چې معنا ئې تعلیم جدید او بشارت دی، انجیل ته عهد جدید هم ویل کیږی، دی کې د حضرت مسیح علیه السلام سیرت او ځينې تعلیمات هم شته او دا په څلورو (۴) اناجیلو مشتمل دی.
۱ـ انجیل متی ۲ـ انجیل یوحنا ۳ـ انجیل مرقس ۴ـ انجیل لوقا
دا انانجیل یو یا دوه قرنه د عیسی علیه السلام د پورته کیدو وروسته لیکل شوی، او تر لیکلوونکو پوری پیوسته (متصل) سند هم نه لري.
حضرت عیسی علیه السلام په انجیل کې ویلي: (زه ددې لپاره نه یم راغلی چې د تورات شریعت ته نقصان واړوم بلکې ددې لپاره راغلی یم چې هغه مکمل کړم)
او تورات د قران کریم په عرف او اصطلاح کې هغه کتاب دی کوم چې الله پاک په حضرت موسی علیه السلام باندې نازل کړی، او انجیل هغه دی کوم چې الله تعالی عیسی علیه السلام ته وحې کړی.
په دې کې د تورات تصدیق او دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم د رسالت زیری دی. په دې هکله الله تعالی د حضرت عیسی علیه السلام وینا داسې حکایت کوي او فرمائې: (( واذ قال عیسی ابن مریم یا بنی اسرائیل انی رسول الله الیکم مصدقا لما بین یدی من التورات ومبشرا برسول یأتي من بعدي اسمه أحمد)) الصف /۶
ژباړه: او (یاد کړه آي محمده هغه وخت) ګله چې وویل عیسی ځوي د مریم داسې چې آي بني اسرائیلو (اولاده د یعقوب) بیشکه زه رسول لیږلی شوی یم تاسې ته (حال دا چې) تصدیق کوونکي یم د هغه کتاب چې وړاندې زما دی له تورات څځه، او زیری کوونکی یم په هغه رسول چې رابه شی وروسته له ما څخه چې نوم د هغه أحمد دی.
یعنې د ړومبي تصدیق کوم او وروستي زیری اوروم، هسی خو نورو پخوانیو پیغمبرانو هم د خاتم الانبیاء دتشریف راوړلو زیری اورولی، خو په هغه صراحت او ښکاره ډول سره چې حضرت مسیح علیه السلام په ډېر اهتمام سره د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د راتګ زیری اورولی دی هغسی له نورو ځینې نه دی منقول شوی. ښائي چې د وخت د نژدیوالي له وجې دا خصوصیت دده په برخه شوی وي. ځکه چې وروسته له دوي څخه پرته د نبي آخر الزمان حضرت محمد صلی الله علیه وسلم بل کوم پیغمبر راتلونکي نه دی.



اعلان