که لاسونه او پښې مو هر وخت یخ وي، نو دا د یوې خطرناکې ناروغۍ نښه کېدای شي

روغتیا

که لاسونه او پښې مو هر وخت یخ وي، نو دا د یوې خطرناکې ناروغۍ نښه کېدای شي

299

د هوا له بدلېدو سره ساړه هم زیاتېږي او شونې ده چې دغې سړې هوا کې تاسو د خپلو لاسونو او پښو له سخت سوړوالي څخه شکایت وکړئ.
دا شکایت د یوې خطرناکې ناروغۍ نښه کېدی شي.
د انګلستان په وایټلي کلنیک کې تر سره شوې څېړنه کې ویل شوي چې هر وخت د لاسونو او پښو سوړوالی په بدن کې د وینې د جریان خرابوالي ته اشاره کوي.
د څېړنې له مخې، بدن کې د شته شریانونو د تنګوالي له امله د وینې په جریان اغېز پرېوزي.
څېړونکو ویلي، د درملنې د نه کولو له امله دغه ناروغي جدي کېدای شي، ځکه لاسونو او پښو ته کافي وینه نه رسېږي، څو هلته شته حجرې ژوندۍ پاتې شي.
ډاکټرانو ویلي، که د ژمي د مناسب لباس اغوستو سربېره دغه سوړوالی وي، نو ډاکټر ته دې مراجعه وکړل شي، څو د ناروغۍ تشخیص وشي.



اعلان