حکمتیار

ادبي نثرونه

حکمتیار

321

له څلورو لسیزو ډېر کېږي چې ګلبدین حکمتیار د افغان سیاست پر سټېج لوبېږي. د هغه ژوند د محصلۍ له پېله تر اوسه له لوړو-ژورو او له رازونو-رمزونو ډک دی. جګړې او سیاست ته ور ننوتل يې په ډېر عجیب انداز شوي.
د ژوند ټوله موده کابل کې د واکمنو بېلابېلو ایډيالوژيکي حکومتونو مخالف پاتې شوی. له کلونو وروسته د اشرف غني په مشرۍ کوم افغان حکومت په لومړي ځل وتوانېده چې حکمتیار دلاسه او مرکز کابل ته يې راولي. داسې يې راوست چې د ده مخالفین له حکومت سره د ده د یو ځای کېدو په اړه د ده پخوانیو دریځونو ته حېران دي او ځینې خو يې کابل ته راتلل تسلیمي ګڼي.
اشتیاق احمد پاکستانی لیکوال دی. کلونه د the muslim او د the nation ورځپاڼو اېډېټر او رپوټر پاتې شوی. د شوروي ضد جګړې پر مهال او وروسته يې افغان چارې له نږدې څارلي. کندهار ته يې سفر کړی او د جهادیانو د انارشۍ وروستي کلونه او د طالبانو په لاس د جهادیانو د انارشۍ سقوط يې له نږدې لیدلی. لیکوال د سیاسي علومو پروفېسر دی.
د اشتیاق احمد کتاب Gulbuddin Hekmatyar: An Afghan Trail from Jihad to Terrorism مې د سړک غاړې پلورل کېدونکو زړو کتابونو کې وموند. ښايي دا به د حکمتیار په اړه لومړنی کتاب وي چې د هغه په ژوند په کې لږه رڼا اچول شوې. کتاب په ۲۰۰۴ ز کال کې چاپ شوی او د لسګونو سرچینو په حواله لیکل شوی دی.
لیکوال کتاب په شپږو فصلونو وېشلی. د کتاب په لومړي مخ کې حکمتیار خطرناک او نه اټکلېدونکی شخص بلل شوی. حکمتیار په ۱۹۴۷ یا ۱۹۴۶ ز کال کې د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې زېږدلی. د حکمتیار کورنۍ د غزني له قره باغ څخه امام صاحب ته کډه کړې. حکمتیار خروټی پښتون دی. لیکوال وايي، د حکمتیار د ژوند لومړني کلونه له رمزونو ډک دي.
لیکوال د حکمتیار په اړه د روبرټ کپلان دا خبره هم راخیستي چې حکمتیار د افغانستان د شمال پښتون دی، خو سترګې د افغانستان د سویل او ختیځو پښتنو په څېر نه دي.
د حکمتیار د ښوونځي د کلونو له مهال ښکاري چې هغه ځیرک، هوښیار او چالاکه دی. حکمتیار په شپږو ژبو پوهېږي، خو لیکوال وايي، زما په یاد دي چې د ۱۹۸۹ ز کال په نومبر کې يې اسلام اباد کې یوې غونډې ته د انګلیسي پر ځای پښتو خبرې کولې او زوم يې غېرت بهیر ژباړلې.
حکمتیار په ۱۹۹۲ ز کال کې له یوه روسي ژورنالېست سره خبرو کې وايي چې نږدې اته څلوېښت کتابونه مې لیکلي. لیکوال د حکمتیار د کورنۍ او دوه زومانو غېرت بهیر او همایون جریر په اړه هم لیکل کړي چې وروستیو دوو يې د حزب اسلامي په سیاست او ډېپلوماسۍ کې مهم رول لوبولی دی.
حکمتیار او مسعود د کابل پوهنتون په انجینرۍ پوهنځي کې وو، خو یوه يې هم درسونه سر ته و نه رسول. له ۱۹۷۰ تر ۱۹۷۲ ز کال پورې، یانې دوه کاله حکمتیار د پوهنتون محصل و. هغه انجینري سر ته و نه رسوله، خو تر اوسه ورته انجینر ویل کېږي.
حکمتیار پوهنتون ته له تګ وړاندې دوه کاله کابل کې د پوځي عالي ښوونځي زده کوونکی و، خو د سیاسي فعالیت له امله ترې ویستل شوی و.
حکمتیار چې کندز کې ښوونځي کې و، نو څلور کاله د پرچم ډلې سره یو ځای و.
حکمتیار د یوه شعله يې سیدال سخندان د وژلو په تور یو نیم کال بندي شوی. دغه مهال و چې حکمتیار د نقاب (حجاب) نه لرونکو ښځینه محصلینو پر مخونو په تېزابو پاشلو هم بدنام و، خو تېر کال کابل ته له راتګ وروسته حکمتیار له رسنیو سره خبرو کې په ده ځینو لګېدلي تورونه رد کړل.
لیکوال د جوانان مسلمان د اخواني نهضت پر جوړېدو او د حکمتیار او نورو اسلامېستانو په سیاسي ایډيالوژۍ هم بحث کړی دی.
کتاب کې په ۱۹۷۴ ز کال پاکستان ته د حکمتیار-رباني-مسعود او نورو اخوانیانو په تګ او د پاکستاني نصیرالله بابر له لوري د دوی په جذب، روزنې او بیا د محمد داود پر ضد د دوی د وسله وال ناکام پاڅون په اړه هم لیکل شوي. له ناکام پاڅون وروسته د رباني-مسعود او حکمتیار لارې جلا او حکمتیار په ۱۹۷۶ ز کال کې خپل حزب اسلامي جوړ کړي.
پاکستان، په ځانګړي ډول د حکمتیار له لارې اسلامېستان پياوړي کړل. د جنرال ضیا له واک ته رسېدو وروسته دغه چاره نوره هم پياوړې شوه. د اسلامېستانو له ملاتړ د پاکستان اصلي موخه د محمد داود له لوري د پښتونستان د ادعا ناکامول او له ملي داعیې د محمد داود ګرځول وو.
له شوروي یرغل لږ وړاندې یونس خالص له حکمتیار جلا او خپل حزب يې جوړ کړ.
لیکوال د رباني-حکمتیار په دښمنۍ هم رڼا اچولې. د لیکوال په وینا، رباني د حکمتیار په پرتله سازشي (روغه جوړه کوونکی) و. رباني له حکمتیار ډېر تجربه لرونکی او نړۍ یې لیدلې وه.
حکمتیار د شوري ضد جګړه کې تر ټولو مهم رول لوبولی او له ټولو جهادي ډلو يې ډېرې مرستې ترلاسه کړي. امریکا چې نږدې درې میلیادره ډالر يې د پاکستان د استخباراتو (ای ایس ای) له لارې افغان جهاد ته ورکړي وو، له دې ۶۰۰ میلیونه ډالر د حکمتیار حزب اسلامي ته ورکړل شوي.
د لیکوال په وینا، ای ایس ای د څو لاملونو له امله حکمتیار ته لومړیتوب ورکاوه. لومړی دا چې پاکستان له ۱۹۷۰ کلونو راهیسې حکمتیار د افغانستان د پښتونستان (د ادعا) د ملاتړ پر ضد چمتو کاوه. بل دا چې حکمتیار د کشمیر په مسله کې د پاکستان د دریځ او په قبایلي سیمو کې د پاکستان د اساسي ګټو ملاتړی و. د پاکستان جماعت اسلامي یو بل فکتور و چې حکمتیار يې د پاکستان پوځي اسټبلشمنټ ته نږدې کړی و او کله چې پښتون قاضي حسین احمد د جماعت اسلامي مشر شو، نو دا اړیکې نورې هم ژورې شوې.
جنرال ضیا د شوروي ضد جګړې وروستیو کې د حکمتیار په اړه د امریکا له نیوکو وروسته ویلي وو، دا پاکستان و چې حکمتیار يې افغان مشر جوړ کړ او که چېرته حکمتیار خپل ناوړه چلند روان وساتي نو بیا به يې (پاکستان) له منځه یوسي.
لیکوال د شوروي ضد جګړه کې د امریکا د کانګریس د غړي چارلي وېلسن رول هم څرګند کړی. موده وړاندې د چارلي وېلسن د رول په اړه د هالي ووډ یو فلم هم خپور شو.
د لیکوال په وینا، صبغت الله مجددي به حکمتیار ریښتينې بلا، د افغانستان دښمن او داسې خطرناک بنسټپال باله چې د معتدلو افغانانو په وژنه بوخت و. مجددي په ۱۹۸۳ ز کال کې امریکا ته ویلي وو چې یوه ورځ به د حکمتیار په ملاتړ پښېمانه شي.
د شوروي له وتلو وروسته که یوه خوا جهادیان د نجیب د حکومت پر ضد په جګړه بوخت و، نو تر څنګ يې حزب اسلامي او جمعیت اسلامي د یوه بل غړي او مشهور قومندانان هم وژلي. لیکوال د دوی تر منځ دغو جګړو ته هم اشاره کړې او د ځینو وژل شویو کسانو نومونه يې هم لیکلي.
دغه راز د هغو افغان کډوالو وژلو ته هم اشاره شوې چې پړه يې په حکمتیار اچول کېږي. په دوی کې تر ټولو مهم يې د کابل پوهنتون د فلسفې مشر استاد بهاالدین مجروح دی چې پېښور کې ووژل شو. مجروح د پخواني پاچا ظاهر شاه د راتګ پلوی او پېښور کې د افغان جهاد په اړه د مالوماتو ورکولو یوزاینۍ خپلواکه سرچینه وه. مجروح فکر کاوه چې پاچا به ویجاړ شوی افغانستان بېرته جوړ کړي. خو حکمتیار د پاچا سخت مخالف و.
لیکوال د نجیب له سقوط وروسته د جهادیانو تر منځ د کابل د ورانولو سیالۍ ته او په دې کې د حکمتیار رول ته هم اشاره کړې. لیکوال حکمتیار د کابل د ورانوونکو له ډلې یو کس ګڼي چې راکټونو يې کابل کې خلک ووژل او کابل يې کنډواله کړ.
د کتاب وروستیو کې د طالبانو له امله ایران ته د حکمتیار تښتېدل، د ایران له لوري ایستل او بیا د کرزي په مشرۍ د حکومت پر ضد د حکمتیار د جګړې او له طالبانو او القاعدې سره د حکمتیار په ایتلافونو خبرې شوي. لیکوال وايي، حکمتیار د جهاد، کورنۍ جګړې او بیا د کرزي د واکمنۍ پر مهال له ترور نه ګټه اخیسته، څو خپل مخالفین کمزوري او یا يې له منځه یوسي.
لیکوال پای کې حکمتیار د افغانستان دننه د عام وژنو، مرګونو، ویجاړۍ او بدمرغۍ مسوول هم ګڼي او وايي چې د شخصي قدرت د ترلاسه کولو له پاره يې دېرش کاله وړاندې مبارزه پېل کړه.
اشتیاق احمد لیکي، حکمتیار د قدرت وږی دی چې مرتجع اسلام د سیاسي قدرت د ترلاسه کولو له پاره کاروي. لیکوال وايي، مناسبه به وي چې حکمتیار افغان مکیاویلي وګڼو. حکمتیار هېڅ دایمي دښمن او دایمي دوست نه لري.



اعلان