هغه ليک چې اردګان ۴۴ کاله وړاندې خپل ښوونکي ته استولی و

پام وړ

هغه ليک چې اردګان ۴۴ کاله وړاندې خپل ښوونکي ته استولی و

319

ترکۍ ورځپاڼې يېني شفق د هغه ليک په اړه يو مطلب خپور کړی، چې په وينا يې اوسني ولسمشر رجب طيب اردګان ۴۴ کاله مخکې خپل يوه ښوونکي ته استولی و.

اردګان دغه ليک د ډاګخانې له لارې خپل ښوونکي فوزي بکتاش ته استولی و، بکتاش هغه مهال باکرکوی سيمه کې د امامانو او خطيبانو د لېسې مدير و او پر اردګان ډېر ګران و. بکتاش وروسته په ۱۹۷۹ کال کې د استنبول په بشيکتاش سيمه کې د چای څښلو يوه ځای کې د چاودنې پر مهال ووژل شو.

رسنيو هغه پوست کارت يا ليک خپور کړی چې اردګان ۴۴ کاله وړاندې خپل «شهيد» ښوونکي ته استولی و، په ليک کې يې ښوونکي ته مبارکي ويلې وه او هغه انځور هم په کې و چې د ۱۹۷۱ – ۱۹۷۲ کال په اوږدو کې ښوونکي د ښوونځي د فټبال له لوبډلې سره اخيستی و. اردګان د دې لوبډلې غړی او تکړه لوبغاړی و.

د استاذ بکتاش يو بل شاګرد عبدالرحمن سن د هغه مهال په اړه وايي: «موږ له استاذ بکتاش سره د فټبال هغه سيالۍ ليدې چې د استنبول په قره جمرک لوبغالۍ کې کېدې او اردګان هم په کې و، اردګان خورا خوندوره لوبه کوله، موږ نور وتو چې استاذ ما ته وويل: ښوونځي کې د اردګان نمرې ښې نه دي، خو هغه په لوبه کې تر ټولو ښه دی». د سن په وينا استاذ هغه مهال وويل چې د دې وطن خدمت به همدا تاسو کوئ، چې په دې لوبغالو کې د فټبال لوبه کوئ.



اعلان