څېړنه: د انسان پوزه درواغ کشفوي

روغتیا

څېړنه: د انسان پوزه درواغ کشفوي

359

د هسپانيې د غرناطې پوهنتون پوهانو موندلې ده، چې د انسان د پوزې د تودوخې درجه د خلکو له درواغو پرده پورته کوي.

پوهانو د همدې لپاره يوه تجربه ترسره کړه، چې له ګډونوالو يې وغوښتل چې د تيلفوني اړيکو له لارې خپلو خپلوانو ته درواغ خبرې وکړي، په دې ترڅ کې څېړونکو د حراري انځور د وسايلو په مرسته د ازموينې ګډونوال وڅارل، دغه وسايلو د څېړنې په ترڅ کې د بدن پر سطحه د تودوخې وېش معلومولی شو.

د څېړنې انفرادي انځورونو په ډاګه کړه چې هغه کس چې د دروغو ويلو هڅه کوي، د پوځې د تودوخې درجه يې په سلو کې ۱.۲ کمېږي، خو په ورته وخت کې يې د تندي د تودوخې درجه ۱.۵ درجې لوړېږي.

د څېړنې د يوه ګډونوال پوه ايمليليو ګوميز ميلانو له وينا سره سم د پوزې د تودوخې د درجې کمېدو لامل هغه اندېښنه ده، چې سړی يې د دروغو ويلو پر مهال لري، په داسې وخت کې چې ټګي د مغزو فعاليت په خوځښت راولي، چې له امله يې د تندي تودوخه ډېرېږي.

دې پوه څرګنده کړې، چې دا پايلې ۸۰ سلنه ريښتونې دي، چې له امله يې د دروغو د کشف برخه کې کارېدونکو سيستمونو کې دا طريقه ۱۰ سلنه ډېره دقيقه ده.



اعلان