څېړنه: انګورو کې موجود طبيعي مرکب د تريخي د سرطان مخه نيسي

روغتیا

څېړنه: انګورو کې موجود طبيعي مرکب د تريخي د سرطان مخه نيسي

171

يوې نوې المانۍ څېړنې څرګنده کړې ده، چې په انګورو کې يو طبيعي مرکب ښايي د تريخي د سرطان د حجرو د ودې او پراختيا مخه ډب کړي. دغه مرکب د دې ناروغۍ د درملنۍ غوره توکی دی.

څېړنه د المان د فورټسبورګ پوهنتون د غړو کيميا انسټيټيوټ څېړونکو ترسره کړې او وروستيو کې د (Journal of Natural Products) علمي مهالنۍ کې خپره شوې ده.

څېړونکو په ډاګه کړې، چې د تريخي د سرطان حجرې په ډېره تېزۍ سره زياتېږي، چې له امله يې د سرطاني غوټې په ځای کې مغذيات او اکسيجن په چټک ډول مصرفېږي.

په داسې حال کې چې د دغه سخت حالت تر سيوري لاندې د بدن ډېری حجرې مري، تريخي کې سرطاني حجرې د (Akt / mTOR) په نامه د اشارو د دوران د فعاليت په ترڅ کې ژوندۍ پاتې کېږي، پوهان په دې هڅه کې وو، چې د اشارو د دې مسير د درولو لپاره ځانګړي طبيعي مرکبات پيدا کړي.

څېړونکي توانېدلي چې دغه طبيعي مرکب په ګوته کړي، چې د سرطاني حجرو ضد توکي لري، هغوی دا مرکب په هغو انګورو کې موندلی چې د کونګو په باراني دښتو کې کرل کېږي.

څېړونکې ډلې انګورو کې موجود دا مرکب چې (Ancistrolikokine E3) نومېږي بېل کړی او لابراتوار کې يې د معاينو پر مهال موندلې، چې په فعال ډول د تريخي د سرطان د حجرو پر ضد کار ورکوي.

هغوی دې ته اشاره کړې چې دا مرکب د دغو سرطاني حجرو د خپراوي او لېږد مخه نيسي، چې دا د دې زېری دی چې ناروغانو کې د دې ناولې غوټې د جوړښت مخه نيسي.

د تريخي سرطان تر ټولو وژونکو سرطانونو کې شمېرل کېږي، داسې چې پرې اخته کسانو کې له ۵ کلونو وروسته يوازې ۳.۳ سلنه وګړي ژوندي پاتې کېږي.

وړاندوينې کېږي چې دا سرطان به د ۲۰۳۰ له رارسېدو سره د امريکا متحده ايالاتو کې دويم ډېر خپور وژونکی سرطان وي، چې لومړی يې د سږو سرطان دی.

خو پوهان انګور د سږو د سرطان د مخنيوي لپاره هم ګټور بولي، په دې اړه د ځلاند وړاندينی مطلب دلته ولولئ:

پوهان: انګور د سږو د سرطان مخه نيسي

د ژنيو پوهنتون يوې ډلو پوهانو موندلې چې انګور د ريسويراټرول په نامه د طبيعي فينول يو مرکب لري، چې د سږو د سرطان په مخنيوي کې ځانګړې ګټې لري.

د دې ګټې د ښه څرګندولو په پار څېړونکو پر موږکانو څېړنه وکړه، چې د تنباکو د لوګي له لارې يې د سرطان وايروس ور داخل کړ او وروسته يې د درملنې په پار ريسويراټرول مرکب ورته وړاندې کړ.

موږکان پر څلورو ټوليو ويشل شوي وو، لومړي ټولي ته نه لوګی ورغی او نه يې درملنه وشوه، دوهم لوګی هم کش کړ او درملنه يې هم وشوه، دريم ټولی له لوګي سره مخ شو، خو درملنه يې ونه شوه او څلورم ټولی د دې بر عکس پاتې شو.

دا په داسې حال کې ده، چې پخوانيو څېړنو ښودلې وه، چې ريسويراټرول مرکب د سږو د سرطان مخنيوي کې څه رول نه لري، د هغې لامل دا و چې دا ماده د خولې له لارې وراستول کېده، نو سږو ته سمه نه رسېده، ځکه نو پوهانو وپتيله چې دا ماده د پوځې له لارې په چټک ډول سږو ته ورسوي، وروسته هغوی وموندله، چې دا ګټه شته ده.

څېړنه کې څرګنده شوه، چې هغه موږکان چې درملنه يې شوې وه، د نورو په پرتله يې سرطاني غوټه ۴۵سلنه کوچنۍ شوې وه.



اعلان