څېړنه: نارینه د ښځو په پرتله ځکه د پوستکي په سرطان ډېر اخته کېږي چې ځان له لمر نه ساتي

روغتیا

څېړنه: نارینه د ښځو په پرتله ځکه د پوستکي په سرطان ډېر اخته کېږي چې ځان له لمر نه ساتي

314

انګلستان کې یوې تر سره شوې څېړنه کې ویل شوي چې نارینه د ښځو په پرتله د پوستکي په سرطان ډېر اخته کېږي.
دغه څېړنه چې د انګلستان ګارجین په نوم رسنۍ کې خپره شوې، نارینه وو کې د زیات سرطان لامل د دوی له لوري د سن بلاک (هغه چې بدن د لمر د ضرر رسوونکو شعاعو څخه ساتي) نه کارول دي.
څېړنه کې ویل شوي چې نارینه ځان له لمر څخه نه ساتي نو ځکه ډېر د سرطان له ناروغۍ ځورېږي او پای مري.
ګلاسکو کې یوه کنفرانس ته پوهانو ویلي چې تېرو دېرشو کلونو کې په پرمختللو او ماړو هېوادونو کې د ښځو په پرتله نارینه ډېر مړه شوي دي.
رپوټ کې ویل شوي چې استرالیا غوندې هېواد کې په هرو سلو زرو تنو کې شپږ یې د پوستکي په سرطان اخته شوي وو.



اعلان