جاپانی کوچنی ۱۱ کلنۍ کې د رياضي عالم دی

پام وړ

جاپانی کوچنی ۱۱ کلنۍ کې د رياضي عالم دی

325

يوولس کلن جاپاني د رياضي مضمون کې په هغو ازموینو کې بریالی دی، چې جاپان کې د پوهنتونونو له محصلينو اخيستل کېږي. هغه توانېدلی چې دې برخه کې ترې شوې ټولې پوښتنې ځواب کړي.

«دې جاپان ټايمز» ورځپاڼې خبر ورکړی، چې هيروتو تاکاهاشي په توکيو کې اوسېږي او اوسمهال په پنځم ټولګي کې دی، هغه د عمر په درې کلنۍ کې د رياضي زده‌کړه پيل کړه او هغه مهال يې پر دري بعدي لوبه (بازل) کې ټولې معماوې حل کولې.

ورځپاڼه زياتوي چې تاکاهاشي د هېواد د رياضي ټولو ازموينو ته حاضر شوی او په کې بريالی شوی دی. د ورځپاڼې په حواله کوچني په ۷ کلنۍ کې د دولسم ټولګې ځانګړې ازموينه ځواب کړه.

تاکاهاشي وايی: «غواړم د رياضياتو پوه شم، نوې فرضيې وړاندې کړم او نورې نوې نظريې ثابتې کړم».

جاپان کې د رياضي ازموينې ۱۴ مرحلې لري، چې له لومړي سره پيل او د پوهنتون تر مرحلو رسېږي او د رياضي پېچلې مسلې هم په کې دي. تاکاهاشي له ټولو دغو ازموينو په بريا وتلی دی، دا په داسې حال کې چې د پوهنتون يوازې ۹.۴ سلنه محصلين په دې ازموينو کې بريالي شوي دي.

تاکاهاشي توانېدلی چې د خپل پخواني هېوادوال ريکارډ مات کړي، له ده وړاندې يوه بل جاپاني کوچني په ۱۳ کلنۍ کې دا ازموينې په کاميابۍ تېرې کړې وې.



اعلان