د کيبورډ ۱۵ غوره شارټ‌کټونه وکاروئ او خپل کارونه اسان کړئ

پام وړ

د کيبورډ ۱۵ غوره شارټ‌کټونه وکاروئ او خپل کارونه اسان کړئ

929

دا چې د کمپوټر کارونه ډېره عامه ده او ځينې وخت خلک د موږک (ماوس) د خرابۍ له ستونزې سره مخ کېږي، نو اړ دي چې د کيبورډ د توکمو له لارې کار وکړي. د کمپيوټر کيبورډ ګڼ شمېر داسې شارټ‌کټونه لري، چې پرې روږدي کېدو سره ستاسو کار ډېر اسانوي او چټکتيا وربښي.

که تاسو ته دا لاندې شارټ‌کټونه معلوم وي، نو تاسو انټرنټ او نور کارونه يوازې د خپلو ګوتو له لارې کنټرولولی شئ.

بک‌مارک خوندي کول

که د خپلې خوښې کومه وېبپاڼه ځان سره په بک‌مارک لېست کې خوندي کول غواړئ، نو ماوس ته اړتيا نه شته، يوازې (Ctrl + D) کېکاږئ.

له بېخه ډيلټ کول

که کوم فايل بېخي د کمپيوټر له سيستمه ويستل غواړئ او نه غواړئ چې ريسايکل بن کې پاتې شي، نو (Shift + Delete) زور کړئ.

براوزر بندول

که دفتر کې د کار په وخت کې پر کومه لوبه (ګېم) بوخت وئ او ناڅاپي مو رييس درباندې راشي، يا د نورو له سترګو د خپل سکرين سرګرمي لرې ساتل غواړئ، نو (Alt + F4) زور کړئ.

ډېسکټاپ ته تلل

که پر سکرين يا د کمپيوټر پر پرده دې ګڼې کړکۍ پرانيستې وي او سيده ډسکټاپ ته ځان رسول غواړئ، نو د (Window key + D) له لارې دا کار کولی شې.

د فايل يا فولډر لټون

که کوم فايل درځينې ورک وي، ټول کمپيوټر ليدو ته اړتيا نه شته، د (Window key + F) له لارې دا چاره ژر او اسانه ترسره کېږي. هېره دې نه وي چې Window key له نورو توکمو سره ګڼ نور شارټ‌کټونه در په ګوته کوي، په خپله يې وازمويئ.

د زوم (د شيانو د ښودو کچه) کچه بدلول

که غواړئ چې د سکرين پر مخ ښکارېدونکي شيان ستر يا کوچني کړئ نو (Ctrl + scroll mouse wheel) يې لاره ده.

براوزر کې بند شوی ټيب بېرته پرانيستل

که پر براوزر کوم داسې ټيب درځينې بند شو چې تاسو لا هم پرانيستی غوښت، نو د (Ctrl + Shift + T) ازموينه وکړئ، دغه ټيب د خپل براوزر په تاريخ (هيسټري) کې هم موندلی شئ.

پرانيستو پروګرامونو کې يوه نه بل ته تګ

دا چاره د (Alt + Tab) له لارې شونې ده، په وېنډوز ۷ کې د (Window key + Tab) له لارې هم دا کار کېدی شي.

سکرين شاټ اخيستل

که له کومې پاڼې د کاپي اجازه نه وي، يا د بل هر مقصد لپاره سکرين شاټ اخيستل غواړئ، نو د دې لباره (Print Screen) توکمه زور کړئ.

وېبپاڼه رېفرش کول

که کومه وېبپاڼه رېفرش کول غواړئ څو تازه معلومات درکړي، نو ((F5 یا Ctrl + R)) نه کار واخلئ.

په پاڼه کې شا ته تګ

دا چاره هم د ماوس د نه شتون پر مهال د (Alt + ←) په مرسته کولی شئ، د بېلګې په توګه ګوګل مو پرانيستی وي، بيا فېسبوک ته تللي وئ او بېرته ګوګل ته ستنېدل غواړئ نو يادې توکمې زور کړئ.

سپيلنګ او ګرامر معلومول

که د سپيلنګ او ګرامر معلومول غواړئ نو (F7) مو مرسته کوي.

د ادرس د لټون پر مهال د http://www زياتول

د ويب براوزر په لټون ځای کې د هغه وېبسايټ ادرس وليکئ، چې ورتګ غواړئ او بيا (Ctrl + Enter) ووهئ، نو خود بخوده به http://www او com. ور زيات شي.

اډرس بار ته تلل

که ماوس کار نه کوي او پر براوزر کوم نوی وېب لېنک اچول غواړئ، نو (Ctrl + L) يا (F6) وکاروئ.

خپل کمپيوټر په چټک ډول بند کړئ

که د کمپيوټر بندول غواړئ نو د وېنډوز کي او اېل توکمې کېکاږئ، دا د ملګرو تر منځ د ساتېرۍ ښه لار هم ده.

د يادونې وړ ده چې د کمپيوټر ليکدړه يا کيبورډ ډېرې نورې ورته لنډې لارې هم لري، چې له مخې خپلې چارې خورا ژر ترسره کولی شئ، خو ټولې له نورو مه غواړئ، په خپله يې وازمويئ.



اعلان