اسراييلۍ ورځپاڼې له مصري سرتېري د نتنياهو د تېښتې کيسه کړې

پام وړ

اسراييلۍ ورځپاڼې له مصري سرتېري د نتنياهو د تېښتې کيسه کړې

417

اسراييلۍ ورځپاڼې «اسراييل هايوم» د هغې پېښې کيسې کړې، چې د اسراييلو اوسنی لومړی وزير بنيامين نتنياهو په کې له يوه مصري سرتېري په تېښته بريالی شوی و. دا پېښه په ۱۹۶۹ کال کې د «بولموس۴» عملياتو پر مهال رامنځته شوې وه.

ورځپاڼې څرګنده کړې ده، چې د ياد کال د مۍ په ۱۳مه نتنياهو د اسراييلو د ارکان عامه په هغه پلاوي کې شامل و، چې استخباراتي دنده يې لرله، همغه مهال د يوه مصري په ډزو په سر ټپي شو، خو په تېښته بريالی شو.

سرچينې ويلي، چې نتنياهو د هغې قوې غړی و، چې مطاطيه ته نږدې له سويس کاناله تېره شوې وه او د مصر تر ولکې لاندې غربي تړانګې ته روانه وه.

ورځپاڼه ليکي چې د نتنياهو ډلې غوښتل مصري پوځ ته کمين ونيسي، خو د عملياتو پر مهال يو مصري سرتېری د نتنياهو او د هغه د ملګرو د رسوايۍ لامل شو. دې سرتيري پر اسراييلي ځواک له نږدې واټنه ډزې وکړې، چې د بېړۍ لارښود او دويم ملازم حاييم بن يونا او اوسنی لومړی وزير نتنياهو په کې ټپيان شول، چې له امله يې نتنياهو تېښته وکړه.

راپور زياتوي چې د نتنياهو په ګډون اسراييلي سرتېرو هغه مهال پرېکړه وکړه چې اوبو ته ودانګي، خو د سترو پنډونو لرلو له امله يې دا کار و نه کړی شو، او وروسته د سمندري کومانډو يوه سرتېري د نتنياهو ژوند وژغوره.

مطلب کې دواړه انځورونه د بنيامېن نتنياهو دي.

نتنياهو



اعلان