څېړنه: سهار وختي پاڅېدونکي کسان غوره روغتيا لري

روغتیا

څېړنه: سهار وختي پاڅېدونکي کسان غوره روغتيا لري

225

روغتيا پوهان د ښه روغتيا لپاره د ورزش، پرهېز، بېلا بېلو درملو او خوړو د کولو او کارولو ټينګار کوي، خو ځينې داسې عادتونه هم شته، چې که انسان يې خپل کړي، پر روغتيا يې اغېز پرېباسي. په دغو عادتونو کې يو سهار وختي د ورځې پيل کول دي.

روغتياپوهان په دې اند دي چې هغه خلک چې خپله ورځ سهار وختي يا له ۶ بجو وړاندې پيلوي، له غوره روغتيا برخمن دي او د هغو خلکو په پرتله ډېر خوشحال او نېکبخته دي، چې له ۶ بجو وړاندې نه پاڅېږي.

مشهور لبناني شاعر او ليکول جبران خليل جبران پېړۍ وړاندې ويلي، چې «دنيا د هغه چا ده چې وختي لټېږي». المانی متل وايي، چې «که څوک غواړي ګيدړ ښکار کړي، بايد له چرګ سره ولټېږي» او پښتانه متل کوي، چې «چې خوبونه کوي نران کټي زېږوي»، دا او ورته نور متلونه او ويناوې د سهار وختي لټېدو او ورځ پيلولو اهميت څرګندوي، خو له دې هر څه وړاندې دا چې اسلام د سهار لمانځه پر فرض کولو خپل پيروان وختي لټېدو ته اړ ويستي دي.

په «د رواني طب څېړنې» مهالنۍ کې خپرې شوې تازه څېړنې څرګنده کړې ده، چې هغه کسان چې د شپې وختي بيدېږي او سهار له ۶ بجو او يا له دې هم وړاندې لټېږي، ۲۵ سلنه پر دايمي خپګان د اخته کېدو له ګواښه بچ وي.

د ډيلي ميل ورځپاڼې وېبپاڼې د اسټرالوۍ ډاکټرې پايلي بوش له خولې ويلي، چې سهار وختي پاڅېدل اسانه برېښي. دا ډاکټره د څېړونکې ډلې غړې ده. هغې زیاته کړې ده، چې «شونې ده چې ته د خپل بدن بيالوژيکي ساعت پر نوي سيستم د روږدي کېدا لپاره له سره په وخت کړې، ځکه بدن به دې دا چاره خوښه کړي، ځکه هغه به له سره بيا پيل وکړي او ډېر طبيعي به وي».

څېړنې د دې چارې ګټو او زيان ته ګوته نيولې او څرګنده کړې يې ده، چې هغه کسان چې ناوخته لټېږي، ډېری يې په تنهايۍ کې ژوند کوي او بې حده سګرټ څکوي، پر دې سربېره يې خپل د ژوند له ملګري سره اړيکه کمزورې وي.

د رواني طب يوې بلې ډاکټرې مارني ليشمان د برتانوۍ ورځپاڼې صن وېبپاڼې ته ويلي، چې سهار وختي پاڅېدل د ورځې په اوږدو کې طبيعت بدلوي او د شپې ناوخته ويده کېدل د ستړيا او دايمي او ژور خپګان لامل ګرځي.

مخکې په دې اړه شوې بلې څېړنې څرګنده کړې وه، چې د شپې ناوخته ويدېدونکي او سهار ناوخته پاڅېدونکي کسان په پرله‌پسې توګه له ناروغيو کړېږي او له همدې امله ژر له مرګ سره مخ کېږي.

دغه راز د المان د هايډلبرګ پوهنتون پوهانو په يوه څېړنه کې په ډاګه کړې وه، چې په دندو کې هغه کسان بريالي وي، چې د وختي پاڅېدو عادت لري. د شپيګل انلاين له راپور سره سم هغوی زياته کړې وه، چې وختي پاڅېدونکي کسان په ستره کچه د دندې د ترسره کولو توان لري او د مسووليت احساس کوي.



اعلان