چین د اوبو لاندې هوټل پرانېست (انځورونه)

پام وړ

چین د اوبو لاندې هوټل پرانېست (انځورونه)

1890

چین هغه هوټل د عامو خلکو پر مخ پرانېست چې له یوې لسیزې ډېر يې په جوړولو لګولی دی.
د چین د ژینوا اژانس د رپوټ له مخې، د دغه هوټل مهمه ځانګړتیا داده چې له اتلسو څخه دوه پوړه یې د اوبو لاندې دي.
دې هوټل کې ۳۳۰ خونې دي. کنفرانس خونه، د څښلو خونه او نورې اړینې خونې هم لري.
د ورزش له پاره په کې اسانتیاوې هم شته.
رپوټ وایي، د دغه هوټل په جوړولو کې د نړۍ له لر و بر څخه پنځه زره انجینرانو برخه اخیستې ده.


هوټل د چین د مشهور سوداګریز ښار شنګهایي څخه یوازې دېرش کیلومتره لرې په یوه غریزه سیمه کې جوړ شوی دی.
هوټل کې د یوې شپې قیمت اووه سوه امریکایي ډالر دی.



اعلان