ټرمپ وايي، افغانستان ته د تګ پلان لرم

افغانستان

ټرمپ وايي، افغانستان ته د تګ پلان لرم

261

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، افغانستان او عراق ته د سفر کولو پلان لرم.

هغه له فاکس نیوز سره خبرو کې ویلي، افغانستان کې به له امریکايي پوځیانو سره وګورم. ټرمپ د خپل دغه سفرد نېټې په اړه څه نه و نه ویل.

افغانستان کې د امریکا د پوځي شتون اتلسم کال روان دی او د خپل تاریخ اوږده جګړه کوي، خو ټرمپ لا د خپلې ولسمشرۍ په دویم کال هم افغانستان ته سفر نه دی کړی.

د ټرمپ مرستیال مایک پېنس دوه ځلې کابل ته راغلی و.

ویل کېږي، په ټرمپ په کور دننه افغانستان او عراق ته د سفر نه کولو له امله نیوکې کېږي.

له ټرمپ وړاندې پخواني ولسمشر بارک اوباما په خپلې اته کلنې واکمنۍ کې څلور ځله کابل ته راغلی و او پخواني ولسمشر بوش هم څو ځلې کابل ته سفر کړی و.



اعلان