چاغ خلک ولې په سرطان اخته کېږي؟

روغتیا

چاغ خلک ولې په سرطان اخته کېږي؟

111

ساینسپوهانو هغه لامل موندلی چې له امله يې چاغ خلک په سرطان اخته کېږي. دوی وايي، په بدن کې زیات غوړي (چربي) د سرطان یو لوی لامل دی.

په نېچر امینولوژي مجله کې یوه خپاره شوي مطلب کې راغلي، د بدن چربي د انسان په وجود کې درې ډوله ګټورې حجرې خوري (له منځه وړي).

د سرطان ضد دغه  حجرو ته Natural Killer ویل کېږي چې د نورو حجرو سره یو ځای د سرطان مخنیوی کوي، خو بدن کې زیاته چربي دغه څه له منځه وړي. چربي د دغو حجرو لوی دښمن ښودل شوی.

دغه څېړنه د سویلي افریقا په دوبلن کې یوه کالج کې شوې. ساینسپوهانو ویلي چې د چربۍ له برید نه د ګټورو حجرو د ساتلو له پاره به د درملو په جوړولو کار پېل شي.

وړاندې یوې څېړنه کې ویل شوي وو چې په بدن کې زیاته چربي داسې زیګنالونه لېږدوي چې له امله يې نه یوازې حجرې له منځه ځي، بلکې پایله کې يې د حجرو په سرطان د بدلېدو عمل هم پېلېږي.



اعلان