امريکايي سفير: د خليلزاد ماموريت ښایي بريالی شي

افغانستان

امريکايي سفير: د خليلزاد ماموريت ښایي بريالی شي

135

کابل کې د امريکا سفير څرګنده کړې ده، چې د افغانستان د کړکېچ د اواري برخه کې د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خليلزاد ماموريت ښایي بريالی شي.

جان بس له امريکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، چې د افغانستان د جګړې په پای ته رسولو کې د افغانستان د ګاونډيانو نخچ مهم دی او دا هېوادونه کولی شي، چې واشنګټن او ايتلافيانو ته يې ډاډ ورکړي، چې دوی د طالبانو ملاتړ نه دی کړی او پر خپله خاوره يې د دې ډلې غړو ته پناه نه ده ورکړې.

کابل کې د متحده ايالاتو سفير څرګنده کړې، چې «د افغانستان د جګړې ختمولو ماموريت کې د امريکا رول يوازې د يوه زمينه جوړوونکي په توګه دی او تمه ده چې خليلزاد د سيمې د پوهې پر بنياد وکولی شي، چې دغه ماموريت (د افغانستان د جګړې پای ته رسول) بريالی کړي».

امريکايي سفير په ورته وخت کې د افغان امنيتي ځواکونو پر تجهيز او ملاتړ ټينګار کړی او ويلي يې دي: «موږ غواړو چې هغوی (طالبان) د خبرو اترو مېز ته راولو».

د امریکايي سفير دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې خليلزاد تېره ورځ رسنيو ته وويل، چې ښايي له راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو وړاندې طالبانو سره هوکړې ته ورسېږي.



اعلان