خليلزاد: له ټاکنو وړاندې به طالبانو سره هوکړې ته ورسېږو

افغانستان

خليلزاد: له ټاکنو وړاندې به طالبانو سره هوکړې ته ورسېږو

115

د افغانستان د کړکېچ د اواري برخه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت استازي زلمي خليلزاد څرګنده کړې ده، چې تمه ده له راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو وړاندې طالبانو سره هوکړې ته ورسېږو. نوموړي ويلي دي، چې ښایي په راتلونکو ۶ مياشتو کې دا هوکړه ترسره شي.

خليلزاد دا څرګندونې تېره ورځ کابل کې له ځایي رسنيو سره خبرو کې وکړې او زياته يې کړه، چې هڅې کوو چې څومره ژر په دې برخه کې پرمختګ وشي، ويې کړو.

خليلزاد دا تمه وروسته له هغه ښودلې، چې قطر کې يې له طالب استازو سره درې ورځينۍ ناسته وکړه، هغه له دې ناستې وړاندې له افغان چارواکو او د سياسي ګوندونو له مشرانو سره هم ليده کاته کړي وو. دا لومړی ځل دی چې خليلزاد رسنيو سره په دې برخه کې خبرې کوي.

خليلزاد ټينګار کړی، چې موږ د کړکېچ د اواري لپاره زمينه برابروو، خو په دې برخه کې کورني موضوعات بايد خپله د افغانانو له خوا حل شي. د هغه په وينا د دې خبرو نخچه دا ده چې راتلونکي افغانستان کې دې هر افغان خپل حقوق ولري او نړيوالې ټولنې ته دې له دې هېواده هيڅ ګواښ متوجه نه وي.

ځينو نا تاييد شويو راپورونو ويلي، چې قطر کې له طالب استازو سره د خليلزاد په ناسته کې د ولسمشريزو ټاکنو پر ځنډ، د موقت حکومت پر جوړېدو، د طالب بنديانو پر خوشې کولو، د اوربند پر اعلان او د بهرنيو ځواکونو پر وتلو خبرې شوي.

د يادونې وړ ده چې عام افغانان دغو وړاندوينو ته خورا خوشبين دي او د ټولنيزو اړيکو پر رسنيو يې تود هرکلی کوي. هغوی وايي چې هېواد کې د جګړې بندېدا او د سولې راتګ هغه څه دي چې انتظار يې نور له حده تېر دی.



اعلان