"د افغانستان نوي سلنه ځلغوزي به د پاکستاني ځلغوزیو په نوم نړۍ ته صادرېدل، خو اوس یې مخه نیول کېږي"

راپورونه

179

د روانې نومبر میاشتې په شپږمه نېټه ولسمشر اشرف غني د افغانستان-چین هوایي دهلېز پرانېست چې لومړۍ ځل په کې شل ټنه ځلغوزي ولېږدول شول.
د چین ژینوا خبري اژانس په خپل رپوټ کې وایي، دغه ځلغوزي د افغانستان په غریزو او جګړییزو ولایتونو کې کېږي.
د لویې پکتیا ځایي بزګر او سوداګر وایي، تېر کې مو ځلغوزي د پاکستانیو په نوم ګڼو هېوادونو ته استول شوي دي.
د زکیم خان په نوم یوه تن په خوشالۍ ویلي چې افغان ځلغوزیو اوس لاره (چین) ته ومونده.
افغانستان کې هر کال درېویشت زره ټنه ځلغوزي تولیدیږي.
ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) ویلي، چین ته د پرانېستل شوي هوایي دهلېز له لارې به هر کال د اته سوه میلیون ډالرو په ارزښت ځلغوزي صادر کړي.
ځایي سوداګر وایي، تېر کې به نږدې نوي سلنه ځلغوزي پاکستان ته تلل او له هغه ځایه به د پاکستاني ځلغوزیو په نوم نورو هېوادونو ته استول کېدل.
د افغانستان-چین د هوایي دهلېز له پرانېستو سره افغان سوداګرو چین ته د خپلو ځلغوزیو د صادرولو هیله پېدا کړې ده.
د خوست والي حکم خان حبیبي ویلي، د ځلغوزیو تولید، پروسیس او چین او نورو هېوادونو صادرول به افغانستان او خلکو ته یې ګټه وروسوي.



اعلان