د سلفيت په اړه يوه تبصره

نظر او تحليل

د سلفيت په اړه يوه تبصره

281

اسلامي تمدن څه باندې څوارلس سوه کاله مزل کړی او لا پرمخ درومي. په دغه موده کې ډېرې هسکې او ځوړې تجربه شوي... کله په کې مسلمانانو د اروپا پر زړه، هنګري، واکمني کړې او کله د چنګېزخان غوندې بريدګرو دغه سيمه تالا والا کړې...
تمدنو سره دغه ډول کېږي، لوړې و ځوړې په کې وي، خو مهمه دا ده چې پښې يې داسې ونه لړزېږي چې د تل له پاره بيا پر پښو ونه درېدای شي.
اوسنۍ دوره د اسلامي تمدن د ځوړتوب دوره ده... هرې خوا ماته، هرې خوا بدبختي، جګړه، تباهي او د تمدن تر ټولو مهم اساس، چې قرآن دی، د ځينو له لورې تر سوال لاندې راغلی.
هر تمدن دوه اړخه لري: مادي و معنوي. خو د يوه تمدن په ساتلو او هسکولو کې معنويات ډېر مهم دي. د مسلمانانو تاريخي قوت د دوی په معنوياتو کې و. په قرآن کې و، او له قرآنه خړوبېدونکي بې شمېره اسلامي ادبياتو کې و، ځکه خو دغه تمدن ونه شړېد او لا دوام لري.
په تېر اسلامي تاريخ کې ځينې افراطي او تفريطي ډلې پيدا شوي، خو اصلي لار د اهل سنت لار وه او حکيم خلک په کې وو، چې دغه تمدن يې ښه وساته. په نننۍ زمانه کې هم په ساده الفاظو هوښياران او بې عقلان شته. د اهل سنت اصلي لاروونکي هوښيار دي، حکيم دي او دا مزل به ښه پرمخ وړي، خو ځينو ډلو دغه مرحله کې ډېر ناځوانانه او غير حکيمانه لار نيولې.
په دغو کې د سلفيت پديده هم شامله ده چې په عامه اصطلاح وهابيان بلل کېږي. دغه لار په سياسي او فکري ميدان کې له تناقضاتو ډکه ده. کله يې د خلافت پر وړاندې وسله په دې پلمه پورته کړې چې فساد په کې دی، خو اوس د واکمن پر وړاندې سپڼ هم ځکه نه پورته کوي چې «د اولو الامر مخالفت روا نه دي». د دغې ډلې پيل د قبرونو په نړولو، د خلکو کورونو ورانولو له سيمو وېستلو باندې شوی. 
د دوی له عقيدې نيولې، تر فکر و فقهې او آن عادي ژوند پورې، له افراط او غير حکيمانه چلند ډک دي. زه اکثره وايم چې سلفيت يا وهابيت د افراط مترادف الفاظ دی. معنا دا چې په دغه لار کې اعتدال او حکمت لږ ځای لري او يا هېڅ ځای نه لري. څوک چې سلفي وي، يا به داعشي وي او يا به د سعودي و مصر په څېر سلفيان وي چې له واکمن څخه يې خدای جوړ کړی وي. 
د دغې ډلې ماشومانه فکر په هغه قضيه کې ښه واضح کېږي چې د دوی په کتابونو او د دوی د «پوهانو» له نظره چا کافر سره په موسکا خبره وکړه تر کفره يې رسوي، خو که د سعودي حکومت آن که له اسراييلو سره هم ملګرتيا کوي او آن ګډ استخباراتي کارونه هم کوي، نو دې کې ورته ستر حکمت ښکاري. 
ډېره بديهي ده چې د سعودي د تېلو د څاګانو له وچېدو سره به دغه فکر هم وچېږي، خو ما ته تر ټولو جالبه دا ده، چې دا ځينې د بن سلمان ودې وهلي، بيا نورو ته افراطي او تفريطي وايي... دا هغه وخت دی چې معقول انساني فکر جام کوي، او سړي ته له ډېرې غوصې خندا ور ولي.



اعلان