رپوټونه: زلمي خلیلزاد د طالبانو له مرستیال ملا یعقوب سره کتلي

ګنګوسې

رپوټونه: زلمي خلیلزاد د طالبانو له مرستیال ملا یعقوب سره کتلي

1182

رپوټونه وایي، د افغانستان له پاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل دویم سفر کې د طالبانو له مرستیال ملا یعقوب سره کتلي دي.
د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق امریکا غږ ته ویلي، خلیلزاد د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې له ملا یعقوب سره لیدنه کړې ده.
بل خوا، ژورنالېست بشیر قاساني بیا د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې خلیلزاد په متحده عربي اماراتو کې له ملا یعقوب سره لیدلي دي.
ملا یعقوب د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر زوی دی.
تر اوسه نه امریکا، نه افغان حکومت او نه هم طالبانو د دغو ادعاوو په اړه څه ویلي دي.
محقق وایي چې خلیلزاد په خپل دویم سفر کې دغه لیدنه کړې ده.
خلیلزاد چې د امریکا له لوري له طالبانو سره د سولې خبرو اترو له پاره ټاکل شوی، تر اوسه یې دوه ځلې قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتره لیدنه کړې ده.
طالبانو لومړۍ لیدنه تایید کړې، خو دویمه لیدنه چې ویل کېږي د تېرې پنجشنبې په ورځ شوې، په اړه یې څه نه دي ویلي.



اعلان