محقق: د امریکا او طالبانو خبرو کې څنډو ته شوي يو

افغانستان

محقق: د امریکا او طالبانو خبرو کې څنډو ته شوي يو

242

د اجرايه رياست دويم مرستيال او د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد مقق ويلي، چې د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرو اترو کې موږ څنډې ته شوي يو. محقق دا څرګندونې نن له امريکا غږ سره مرکه کې کړې دي.

هغه څرګنده کړې ده، چې د سولې په اړه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ليدنې او سلا مشورې يو اړخيزې دي او په دې لړ کې يې تر اوسه د هزاره قوم مشرانو سره لیده کاته نه دي کړي. هغه زياته کړې چې خليلزاد يوازې پر ټيليفون ورسره غږېدلی دی او ورته ويلي يې دي چې د مخامخ ليدو وخت يې نه لري.

محقق وويل: «خليلزاد پاکستان ته وخت لري، دلته له هر چا سره ويني وخت لري، خاک افغان کې له طالبانو سره ګوري وخت لري، خو دشت برچي کې د ليدنې وخت نه لري». محقق ادعا کوي چې خليلزاد په خپل اوسني سفر کې د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې د پخواني طالب مشر ملا محمد عمر له زوی ملا يعقوب سره ليده کاته کړي دي.

محقق په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د افغان سولې برخه کې د امريکا استازي زلمي خليلزاد له طالبانو سره دويمه ناسته کړې ده. ځينو رسنيو څرګنده کړې ده، چې دا ناسته پرله‌پسې درې ورځې وه او قطر کې د طالبانو د دفتر هغه مشران هم په کې وو، چې له ګوانتامو راخوشې شوي دي او څو ورځې وړاندې د هغوی د مشر له لوري د دې دفتر د غړو په توګه ټاکل شوي دي.

پر محقق سربېره د سولې عالي شورا هم سر ټکولی چې دې خبرو کې څنډو ته شوې ده. د دې شورا يوې مرستيالې مېرمن حبيبه سرابي رسنيو ته ويلي، چې د سولې په اړه وروستيو هڅو کې د سولې شورا څنډې ته شوې ده. داسې اوازې هم شته چې ښايي په مرکز کابل او ټولو ولايتونو کې د دې شورا دفترونه وتړل شي.

بل پلو رويټرز تازه په يوه راپور کې ويلي، چې خليلزاد هڅه کوي چې ولسمشر غني ته ډاډ ورکړي، چې د سولې خبرو کې به ګوښې پاتې نه شي. دا وروسته له هغه وه چې رويټرز په يوه بل راپور کې ويلي و، چې په دې خبرو کې افغان حکومت څنډې ته شوی او امريکا يې خپله پر مخ وړي.

څو ورځې وړاندې وال سټريټ ژورنال په يوه مطلب کې دې ته اشاره کړې وه، چې خليلزاد ټينګار کوي چې د سولې د خبرو چټکۍ لپاره دې راتلونکی کال د افغانستان ولسمشريزې ټاکنې وځنډول شي، خو ولسمشر غني د دې کار مخالفت کوي او که امريکا ټينګار وکړي ښايي ټکر رامنځته شي.



اعلان