«کيلوګرام» ۱۲۹ کاله وروسته له بدلون سره مخ کېږي

پام وړ

«کيلوګرام» ۱۲۹ کاله وروسته له بدلون سره مخ کېږي

626

يو سل او نهه ويشت کاله وروسته د «کيلوګرام» د لومړني بدلون په اړه تېره ورځ د فرانسې په فرسای ښار کې د پوهانو نړيواله غونډه جوړه وه، چې د کتلې د واحد لپاره له سره تعريف ورکړي.

په تېرو ۱۲۹ کلونو کې د ۳۹ملم په لوړوالي او د ۳۹ ملم په عرض له پلاټين او ايريډيوم جوړ رولر په نړيواله توګه د کيلوګرام منل شوې اندازه وه.

دغه رولر چې رسمي نوم يې «د کيلوګرام نړيواله لومړۍ نسخه» دی، چې له ۱۸۸۹ کال راهيسې پاريس کې د وزنونو او اندازو د نړيوال مکتب په زېرمتون کې تر سختې څارنې لاندې ساتل کېږي. د دې ځای کيلي ګانې له درې مسوولينو سره دي، چې د پرانيستو پر مهال يې درې واړه بايد حاضر شي.

که خبره همداسې روانه وي، لکه د جمعې په ورځ وه، نو ښايي دا رولر پای هم ګوښې ته شي.

پوهان چې فرسای کې به د وزنونو او اندازو عمومي غونډه کې را ټول شي، د کيلوګرام د نوي تعريف لپاره به رايه ورکړي، چې د «ثابت بلانک» په نامه د يوه فزيکي ثابت له مخې به وي.

ثابت بلانک په کوانټوم فزيک کې د انرژۍ او کوچنيو اجسامو –لکه فوټوناټ- تر منځ د اړيکې تعبير کوي.

خو دومره ده چې د کيلوګرام ارزښت به بدلون ونه مومي او ټاکل شوې ده، چې نوی تعريف يې د ۲۰۱۹ کال د مۍ له ۲۰مې هاخوا پلی شي.



اعلان