"ولسمشر د پنجشېر والي ته ویلي، د احمد شاه مسعود د مقبرې جوړولو تدابیر دې ونیسي"

افغانستان

375

ولسمشر اشرف غني د پنجشېر والي ته ویلي، پنجشېر کې د شمال ټلوالې د خښ شوي مشر د مقبرې د جوړولو له پاره دې تدابیر ونیسي.

د یک ټلویزیون ژورنالېست بشیر قاساني وایي، ولسمشر ویلي چې د مقبرې د جوړېدو لګښت به ورکړي.

مسعود د شمال ټلوالې پخوانی قومندان و چې د ۲۰۰۱ ز کال د سپتمبر په نهمه نېټه تخار ولایت کې په یوه بمي برید کې ووژل شو.

ویل کېږي چې دوه کسان د مرکې له پاره ورغلي وو، خو په خپلو کمرو کې یې بمونه ځای پر ځای کړي وو.

وروسته مسعود ته د حامد کرزي په مشرۍ حکومت د ملي اتل لقب ورکړ، خو د مسعود او شمال ټلوالې یو شمېر مخالفین دغه لقب نه مني.

د ولسمشر په اړه هم ویل کېږي چې تر اوسه یې په خپلو خبرو کې مسعود ته د ملي اتل لقب نه دی کارولی. له ولسمشر څو ځلې اورېدل شوي چې پخوانی پاچا امان الله خان یې د افغانستان یوازینی ملي اتل بللی دی.

ځینې کسان ګومان کوي چې ولسمشر د مسعود د مقبرې د جوړېدو دغه ګام راتلونکو ټاکنو کې د ملاتړ موندلو په پار پورته کړی دی.



اعلان