په تودو اوبو لمبل د شکر ناروغي او وینې فشار کنټرولوي

روغتیا

په تودو اوبو لمبل د شکر ناروغي او وینې فشار کنټرولوي

378

یوې تاره تر سره شوې څېړنه کې ویل شوي چې په تودو اوبو لمبل کولای شي چې د شکر ناروغي، د وجود داخلي سوځېدنه (سوزش) او د وینې فشار کنټرول کړي.
اپلایډ فزیالوژۍ ژورنال کې د یوې خپرې شوې مقالې له مخې، د دغې څېړنې له پاره ځینې کسان د یوه ساعت له پاره په ۳۹ درجو تودو اوبو کې کېنول شول.
څېړونکو له هرو پنځلس دقیقو وروسته د ګډونوالو د زړه درزا او د وینې فشار مالومول.
دوی دغه تجربه دوه اوونۍ نوره د لسو نورو ځلونو له پاره هم وکړه.
په تودو اوبو کې د هر ځل کېنولو سره د ګډونوال په بدن کې د نایټریک اسید کچه زیاتېده. د نایټرک اسید د زیاتېدو له امله د وینې رګونه ارام ترلاسه کوي او د وینې فشار ور سره کمېږي.
همدا اسید په بدن کې سوزش کموي چې ور سره شکر کمېږي.
اوس چې ژمی دی او تودو اوبو ته اړتیا ده، نو ماهرین وایي ډېر لمبل به د شکر ناروغانو ته ګټه ولري.
د دې تر څنګ لمبل د ذهني ارامۍ له پاره هم ګټور دي.



اعلان