خلاصون لارې شورا: ټاکنې دې په دې شرط وځنډول شي چې بهرنیان به وځي

افغانستان

خلاصون لارې شورا: ټاکنې دې په دې شرط وځنډول شي چې بهرنیان به وځي

144

د افغانستان د خلاصون لارې شورا هېواد کې د سولې د وروستیو هلو ځلو په تړاو غونډه جوړه کړې وه چې یوه پخواني طالب چارواکي اکبر اغا او نورو افغان سیاستوالو او لیکوالو په کې ګډون کړی و.

د غونډې اعلامیه کې ویل شوي، که د ولسمشرۍ را روانۍ ټاکنې ځنډېږي، ودې ځنډول شي، خو په دې شرط که بهرنیان له افغانستانه وځي.

اکبر اغا په خپلو خبرو کې ویلي، د سولې له پاره د افغان حکومت له لوري د بندیانو خوشې کول به مثبتې پایلې ولري. نوموړي له حکومته د بندیانو خوشې کول غوښتي دي.

هغه په خپلو خبرو کې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ وروستۍ غونډه هم ګټوره او زیانمنه بللې ده. د هغه په وینا، ګټه به يې دا وي چې افغانستان به ور سره له شته ستونزو خلاص او د افغانستان د پرمختګ لامل به شي.

خو په وینا يې، که روسیه غواړي چې له دې لارې له امریکا خپل غچ واخلي، نو دا به بیا د افغانان له پاره زیانمنه او افغانان به په کې د ابزارو په توګه وکارول شي.

د هغه په وینا، د امریکایانو له وتلو وروسته به طالب او حکومت پرېکړه کوي چې ټاکنې کوي او مؤقته اداره جوړول غواړي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د روسيې پلازمېنې مسکو کې طالب استازو او د افغانستان د سولې د عالي شورا د استازو په ګډون د نږدې دولسو هېوادونو استازو د مسکو فارمټ غونډه کې ګډون کړی و.

طالبانو دغه غونډه کې نړۍ ته خپل دریځ څرګند کړ او سولې شورا له طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي، خو طالبان وايي چې لومړی به له امریکایانو سره د دوی په وتلو خبرې وکړي او بیا به نورو مسایلو باندې له افغان حکومت سره خبرې کوي.



اعلان