د نړۍ تر ټولو خطرناکې لارې (انځورونه)

پام وړ

د نړۍ تر ټولو خطرناکې لارې (انځورونه)

1674

لويې لارې داسې سړکونه وي چې ښارونه او کلي خپلو کې سره نښلوي. ځینو سیمو کې د خلکو د سوداګرۍ او تګ راتګ د اړیکو له پاره دا یوازینۍ لارې وي.

لاندې تاسو ته د نړۍ د یو شمېر خطرناکو لویو لارو په اړه لنډ مالومات وړاندې کوو. دا لارې اوږدې او له ستونزو ډکې دي.

ډالټن (الاسکا)

دغه لاره له ځنګلونو او واورینو مېدانونو څخه تېرېږي. د دغې لارې اوږدوالی ۶۴۳ کیلو متره ده. تر ۳۸۶ کیلو مترو پورې د ګازو پمپ، هوټل او نورې اساسي اسانتیاوې په کې نه شته چې دې دا لاره نور هم خطرناکه کړې ده. ځای ځای په کې خطرناک غرونه هم راځي.

سټیلویوپاس (ايټالیا)

دغه لاره د ایټاليې له شنو څړځایونو څخه تېرېږي. دې لارې مار غوندې لاره هم وايي. دا لاره غاښي ته ورته ده. په لاره تېرېدونکو کسانو ته ویل کېږي چې اخوا دېخوا ډېر و نه ګوري. په دې لاره په لږ ساعت کې کېدای شي چې ناوړه پېښه وشي.

ګولیانګ (چین)

دغه لاره د غرونو منځ کې تېره شوې ده چې سرنګونو (غارونو) ته ورته شکل لري. دا لاره د ګولیانګ کوچنۍ سیمه د چین له نورو ایالتونو سره نښلوي. دغه لاره څلوېښت زره فوټه اوږده ده. د دې لارې په جوړېدو پنځه کاله لګېدلي دي. د هوا راتلو له پاره په کې دېرش کړکۍ جوړې شوې دي.

 

زوجی کنډو (هند)

د هند دغه لاره له اوبو څخه یوولس زره فوټه لوړه او د همالیا غرونو کې ده. دا ستړې کوونکې او خاورینه لاره ده. وخت نا وخت د ځمکې ښووېدنه دا لاره نوره هم ستونزمنه کوي.

قراقرم (پاکستان)

دا لاره د بحر له سطحې څخه شپاړس زره فوټه لوړوالی لري او د نړۍ د یوې تر ټولو لوړې پخې (قیر شوې) لارو څخه حسابېږي. د دغې لارې د جوړولو پر مهال نږدې نهه زره کسان وژل شوي دي.

کابل-جلال اباد لویه لاره

لوستونکو کې به ښايي ډېرو دغه خطرناکه لاره باندې سفر کړی وي. دا لاره د نړۍ له خطرناکو لارو څخه یوه ګڼل کېږي. دغه لاره باندې وژونکې پېښې نږدې هره ورځ کېږي.

سیاچین-تبت (چین)

دغه لاره خرابه هوا، غرونه او واورینې ډبرې لري، خو د دې تر څنګ د ډبرو شتون دغه لاره نوره هم خطرناکه کړې ده. دا لاره ډېره خطرناکه ده. که تاسو ته کله هم په دې لاره د سفر موقع برابرېږي، نو باید ډېر احتیاط وکړئ.



اعلان