خلیلزاد دویم ځل له پاره قطر کې له طالبانو سره کتلي

افغانستان

خلیلزاد دویم ځل له پاره قطر کې له طالبانو سره کتلي

449

طلوع نیوز د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي قطر ته سفر کړی او هلته یې له طالبانو سره کتلي دي.
زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د روانې جګړې په پای ته رسېدلو غږېدلی او سفر ته هیله مند دی.
تر اوسه په رسمي ډول د دغو رپوټونو تایید نه دی شوی.
خلیلزاد وړاندې هم قطر ته تللی او له طالبانو سره یې لیدلي وو. طالبانو د دغې لومړۍ لیدنې تایید کړی دی.
دا سیمې ته د خلیلزاد دویم سفر دی.
خلیلزاد قطر ته له تګ وړاندې کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره هم لیدلي وو او بیا یې پاکستان ته د تګ اراده درلوده، خو مالیزیا ته د پاکستان د لومړي وزیر او د بهرنیو چارو د وزیر د سفر له امله دغه سفر ځنډول شوی.
تمه کېږي چې نوموړی به د شنبې په ورځ کابل ته راشي.



اعلان