پوهانو زمکې ته نږدې دويمه زمکه موندلې

پام وړ

پوهانو زمکې ته نږدې دويمه زمکه موندلې

845

د نړۍ فلکپوهانو خبر ورکړی، چې لمر ته نږدې د يوه ستوري په مدار کې يې يوه بله سياره موندلې ده. هغوی ويلي چې دا سياره زمکې ته ورته ده او د رڼا پر حساب يوازې ۶ کاله له زمکې لرې ده، ايا دا به د ژوند لپاره د لمر له مجموعې وتلې يوه ښه سياره وي؟ پوهان دې ته خوشبين هم دي او وېره هم لري، هغوی له ناڅاپي پېښو په ډار کې دي.
دغه ډبرينه سياره چې د «برنارډ ب، يا (GJ 699 b) په نوم يادېږي، د زمکې له کتلې درې برابره لويه کتله لري او په هرو ۲۳۳ ورځو کې يو ځل له ياد ستوري را څرخي.
د دې سيارې د تودوخې درجه منفي ۱۷۰ ښودل شوې ده، په دې معنا چې ښايي يوه جامده نړۍ وي او ژوند يې زموږ د زمکې د ژوند په څېر نه وي.
خو پوهان وايي: که سياره کې ثابته او غنی هوا وي، نو د تودوخې درجه ښايي له دې پورته وي او ښايي تر کنګلونو لاندې روانې اوبه وي چې په راتلونکې کې ژوند ته اجازه ورکړي.
دا ستوری د رڼا پر حساب له زمکې يوازې ۶ کاله لرې پروت دی چې په دې حساب زمکې ته څلورم نږدې هغه دی.
په دې څېړنه کې د لندن د کوين ماري پوهنتون، د کټالونيا د لوړو زده‌کړو انسټيټيوټ او د هسپانيې د فضايي علومو انسټيټيوټ ګډون کړی.
څېړونکو د بارنارډ ب ستوري په کشفولو کې د شعاعي چټکتيا طريقه کارولې، دا تکنالوژي ستوري کې د لرونکي جاذبيت له امله د ټکان څارنه کوي.
د کټالونيا د لوړو زده‌کړو انسټيټيوټ او د هسپانيې د فضايي علومو د انسټيټيوټ غړي ډاکټر اېګناسي ريباس څرګنده کړې، چې دا شننه خورا دقيقه ده او پوهان ۹۹ سلنه پر دې باوري دي، چې دا ستوری هلته شته. خو هغه زیاتوي چې له دې هر څه سره سره بايد هغوی ډېر پام وکړي او لا ډېر معلومات را ټول کړي.



اعلان