"اووه ورځو کې ۲۴۲ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي"

افغانستان

176

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغان امنیتي ځواکونو د وژنو په اړه د ولسمشر اشرف غني هغو څرګندونو ته اشاره کړې چې تېره اوونۍ يې د یوه ویډيويي کنفرانس له لارې واشنګټن کې د جان هوپکنز مرکز ته وکړې.

ولسمشر غني ویلي، له ۲۰۱۵ ز کال راهیسې اته پنځوس امریکايي پوځیان او ۲۸۵۲۹ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. د افغان ځواکونو د وژنې کچه د ورځې پنځه ویشت ده چې یوه کال کې نهه زره کېږي.

ولسمشر غني د امنیتي ځواکونو د دغې لويې وژنې په شمېر اعتراف داسې مهال کې چې د نیویارک ټایمز د شمېرو له مخې یوازې تېرو اوو ورځو کې ۲۴۲ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

رپوټ کې ویل شوي چې ډېره وژنه د غزني په مرکز او جاغوري ولسوالیو کې او لویدیځ فراه ولایت کې شوې ده.

جاغوري یو مهال تر ټولو خوندي او باامنه ولسوالۍ شمېرل کېده، خو وروستیو کې طالبانو د جاغوري په ګډون په مالستان ولسوالۍ هم بریدونه کړي چې افغان ځواکونو ته په کې ډېره مرګ-ژوبله اوښتې ده.

 



اعلان