روسيه: امريکا وروستيو کې طالبانو سره له لسو ډېرې ناستې کړي

افغانستان

روسيه: امريکا وروستيو کې طالبانو سره له لسو ډېرې ناستې کړي

185

روسيې څرګنده کړې ده، چې امريکايي چارواکو په وروستيو کې د وسله والو طالبانو له استازو سره له لسو ډېرې ناستې کړې دي. دې هېواد د تېرې دوشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې دا ناستې د قطر پلازمېنه دوحه کې شوې دي، خو ډېری یې له رسنيو پټې پاتې شوې دي.
روسيه زياتوې چې يادې ناستې په دې موخه وې چې څنګه افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسول شي، او ټولې د دواړو لوريو تر منځ له رسمې ناستې وړاندې شوې دي.
امريکا او طالبانو د دغو ناستو په اړه څه نه دي ويلي، خو د دواړو لورو تر منځ يوازې دوه غونډې په رسمي ډول تاييد شوې دي.
د وي او ای ډيوه راډيو له راپور سره سم افغانستان لپاره د روسي ولسمشر ولاديمير پوتين ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي، چې موږ ته معلومات را رسېدلي، چې امريکا طالبانو سره له رسمي ناستو وړاندې لس نورې ناستې کړې دي.
روسيه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې طالبانو څو ورځې وړاندې مسکو کې د افغان سولې په اړه غونډه کې ګډون وکړ او له دې وړاندې يې د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره هم ليدلي وو.
رسنيو تمه ښودلې چې ښايي خليلزاد په نږدې ورځو کې يو ځل بيا طالبانو سره ليده کاته وکړي.
هغه دې ورځو کې د سيمې د هېوادونو پر سفر بوخت دی. وال سټريټ ژورنال د امريکايي چارواکو له خولې خبر ورکړی، چې خليلزاد ټينګار کوي چې د سولې د بهير د چټکتيا لپاره بايد د افغانستان راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې وځنډول شي.
د وروستيو راپورونو پر اساس د ټرمپ اداره هڅه کوي چې د افغانستان د کړکېچ لپاره طالبانو سره يوې سياسي حل‌لارې ته ورسېږي. طالبانو ويلي چې هېواد نه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته افغان حکومت سره خبرو ته چمتو دي.



اعلان