امريکايي ولسمشران د پټو يارانو اتلان

راپورونه

امريکايي ولسمشران د پټو يارانو اتلان

270

په دې وروستيو کې د امريکایي ولسمشرانو په اړه بيا بيا هغه راپورونه خپرېږي، چې له مخې يې دا ولسمشران په پټو يارانو او ناروا جنسي اړيکو او جنسي ځورونو تورن دي.
په دې ولسمشرانو کې بېل کلنټن، بوش پلار او اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوموتي دي.
اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د ښځو پر وړاندې پر پاروونکو نامناسبو خبرو مشهور دی، ګڼ شمېر ښځو پر جنسي ځورونو، پټو جنسي اړيکو او پټو يارانو تورن کړی دی. پر ټرمپ ان د بربنډو فلمونو کار کوونکو ښځو ادعا وکړه چې په مياشتو مياشتو يې ورسره جنسي اړيکې لرلي او پټې يارانې يې پاللې دي. ټرمپ د پيسو په زور د ګڼو دا ډول ښځو د خولو بندولو هڅه هم وکړه، خو ګټه يې و نه کړه.
پخوانی ولسمشر بېل کلنټن هم په دې دنيا ورګډ دی، امريکايي فعاله مونيکا لوينسکي هغه څوک ده چې بيل کلنټن سره په پټه يارانه مشهوره ده. هغې تازه د کلنټن له ښځې هيلري کلنټن نه بښنه غوښتې ده، چې له مېړه سره يې پټه ياري لرله.
امريکايي مجلې «Vanity Fair» په خپله وروستۍ ګڼه کې د مونيکا ځانګړې مقاله خپره کړې، چې هيلري نه يې په کې د بښنې غوښتنه کړې.
لوينسکي ويلي: «که نن له هيلري کلنټن سره مخامخ شم هم سپينې خبرې به ورسره وکړم او د ټولو هغه څه په اړه به بښنه ترې وغواړم چې پېښ شوي، زه د ټولو پېښ شويو شيانو لپاره متاسفه يم».
ولسمشر بيل کلنټن په پيل کې له دې يارانې انکاري و او نږدې وه چې له امله یې له ولسمشرۍ لرې شي، خو وروسته څرګنده کړه چې يادې ښځې سره يې نه منل کېدونکې اړيکې درلودې.
ټرمپ چې د ښځو په اړه په ډېرو ناسمو خبرو مشهور دی، د ټاکنيز کمپاين پر مهال به يې له دې ګټه پورته کوله او ویل به يې چې مقابله نومانده يې داسې مېړه لري چې تاريخ پر جنسي ځورونو ډک دی.
دغه راز پخوانی ولسمشر بوش پلار هم پر جنسي ځورونو تورن شوی. د هايزر لينډ په نوم ۳۴ کلنې اداکارې د تېر کال نومبر مياشت کې له دې رازه پرده پورته کړه چې څلور کاله وړاندې چې د امريکا له يو څلوېښتم ولسمشر سره د ليدو فرصت په لاس ورغی، د هغه له لوري له جنسي ځور سره مخ شوه. بوش پلار هغه مهال په ويلچير کې ګرځېد.
دغه اداکاره وايي: «کله چې د انځور اخيستو لپاره د بوش پلار ويلچير (ټاير لرونکې څوکۍ) ته ورنږدې شوم، هغه مې شا ته لاس راووړ او پر بدن يې راته واهه، چې دې کار په جنسي توګه وځورولم».
اداکاره زياتوي چې پخواني ولسمشر دا مهال يوه سپکه خبره هم وکړه او په داسې حال کې چې مېرمنې يې دا ټوله صحنه ليدله، هيڅ يې نه ويل.
له عکس اخيستلو وروسته هايزر لينډ د پېښې په اړه خپله ناارامي څرګنده کړه، خو د بوش پلار يوه ساتونکي ورته وويل، چې ملامتيا ستا ده، ځکه دومره بايد د هغه چوکۍ ته ورنږدې شوې نه وې.
په رسنيو کې د دې رسوايۍ له خپرېدو وروسته جورج بوش پلار ډيلي ميل ته د يوه برېښناليک په استولو له يادې اداکارې بښنه وغوښته.
د يادونې وړ ده چې يوې وروستۍ امريکايي څېړنې په ډاګه کړه، چې د امريکا په هرو ۱۰ کې يو سړی او په هرو ۱۲ کې يوه مېرمن پر جنسي هوس اخته دي او نه شي کولی په دې برخه کې خپل ځانونه کابو کړي. څېړونکو د دې لامل پر امريکايي ټولنه کې د جنس په اړه بې شمېره اعلانونه او د انټرنټ پر مخ د بربنډو ويډيوګانو پراخه خپرېدا بللې ده، چې ټولنه يې له ناورين سره مخ کړې ده.



اعلان