ولسمشر غني: د افغانستان او پاکستان تر منځ نا اعلان شوې جګړه باید ختمه شي

افغانستان

ولسمشر غني: د افغانستان او پاکستان تر منځ نا اعلان شوې جګړه باید ختمه شي

255

ولسمشر اشرف غني ویلي، د افغانستان او پاکستان تر منځ نا اعلان شوې جګړه باید ختمه شي.
ایکانومېک ټایمز لیکلي چې غني دغه خبرې د یوه ویډیویي کنفرانس له لارې واشنګټن کې یوه ښوونیز مرکز کې ناستو یو شمېر کسانو ته کړي دي.
نوموړي ویلي، موږ له افغانستانه د پاکستان پر ضد د کوم خوځښت ملاتړ نه دی کړی او افغان خاوره (د پاکستان) پر ضد نه استعمالېږي.
د ولسمشر په خبره، که افغانستان باثباته نه وي، نو پاکستان به څه ډول ځان منځنۍ اسیا ته ورسوي.
"افغانستان منځنۍ اسیا ته د لاس رسي کیلي ده".
ولسمشر ویلي، موږ باثباته پاکستان غواړو.
افغان حکومت په پاکستان تور لګوي چې د وسله والو مخالفینو ملاتړ یې کوي او ځای یې ورکړی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې غني له پاکستان سره د نا اعلان شوې جګړې خبره کوي. هغه وړاندې هم ویلي وو چې پاکستان له افغانستان سره په نا اعلان شوې جګړه کې ښکېل دی.



اعلان