شاهد اپریدی: کشمیر نه غواړو، موږ اوسني څلور ایالتونه نه شو اداره کولای

راپورونه

شاهد اپریدی: کشمیر نه غواړو، موږ اوسني څلور ایالتونه نه شو اداره کولای

372

د کرېکټ نړۍ ستوري او د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي د پاکستان او هند تر منځ د سیمې او نړۍ په تر ټولو لویې شخړې کشمیر په اړه څرګندونې کړې دي.

هغه ویډيو چې ټولنیزو رسنیو کې خپره او ګڼو رسنیو پرې رپوټونه جوړ کړي، د شاهد اپریدي له خولې اورېدل کېږي، پاکستان کشمیر نه غواړي، هند ته يې هم مه ورکوئ، کشمیر دې خپلواک شي.

نوموړي زیاته کړې، لږ تر لږه انسانیت خو به ژوندی پاتې شي.

اپريدي بیا ویلي، پاکستان کشمیر نه غواړي، دا (پاکستان) ان خپل څلور ایالتونه نه شي اداره کولای.

اپريدي دا خبرې لندن کې کړي دي.

که څه هم اپریدي په ټوېټر په خپل غبرګونه کې ویلي چې هندي رسنیو مې خبرې ناسمې راخیستي، خو اپریدي موده وړاندې هم د کشمیر په اړه پاروونکې خبرې کړې وې.

د اپریدي اوسنیو څرګندونو ته د پاکستاني کشمیر مشرانو سخت غبرګون ښودلی دی.

کشمیر له ۱۹۴۷ ز کال راهیسې د پاکستان او هند تر منځ د اړیکو د ترینګلتیا اصلي دی. تر اوسه دوه لویې جګړې هم د کشمیر پر سر د دواړو هېوادونو تر منځ شوي دي.

کشمیر د دواړو هېوادونو تر منځ وېشل شوی چې زیاته برخه يې د هند په لاس کې ده.



اعلان