ترکيه: د افغان سولې برخه کې همکارۍ ته چمتو يو

افغانستان

ترکيه: د افغان سولې برخه کې همکارۍ ته چمتو يو

114

کابل کې د ترکيې سفير اوغوزخان ارطغرل څرګنده کړې ده، چې انقره د افغانستان د سولې برخه کې همکارۍ ته چمتو ده.

راپورونو ښودلې، چې ترکي سفير کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال دا څرګندونې وکړې. هغه وويل، چې که د افغانستان غوښتنه وي، نو انقره دې هېواد کې د سولې په راوستو او خوندي کولو کې مرستې ته چمتو ده.

ياده خبري غونډه کابل کې د ترکيې سفارت کې جوړه شوې وه، ښاغلي ارطغرل وويل: «ترکيه افغانستان کې د سولې غوښتونکې ده. په دې برخه کې هر ډول مرستو کولو ته چمتو يو. زموږ هېواد تر دې دمه افغانستان کې د ثبات راوستو لپاره ډېرې هڅې کړي او په دې برخه کې د ځينو خبرو اترو کوربه هم و».

ترکي سفير د دواړو هېوادونو تر منځ په ټولو برخو کې د اړيکو ساتلو ډاډ ورکړی او زياته کړې يې ده چې شرکتونه يې افغانستان کې پانګونه کوي.

د ترکيې سفير دا څرګندونې په داسې وخت کې کوي، چې په وروستي وخت کې د افغانستان د جګړې ښکېلې خواوې په بېلا بېلو ډولونو سره ناستې شوي او د سولې په اړه يې لومړنۍ خبرې اترې کړې دي، خو دا چې دا خبرې به بريالۍ شي او که د پخوا په څېر به کومه نتيجه و نه لري، هغه څه دي چې راتلونکی وخت به يې ځواب ووايي.



اعلان