امريکا: له ډله‌ييزو وژنو وروسته د کرکې پر اساس جرمونو کې پراخ زياتوالی

راپورونه

امريکا: له ډله‌ييزو وژنو وروسته د کرکې پر اساس جرمونو کې پراخ زياتوالی

99

د امريکا (اېف بي ايې) ادارې خبر ورکړی دی، چې متحده ايالاتو کې په ۲۰۱۷ کې د پخوا په پرتله پر کرکه ولاړو جرمونو کې ۱۷ سلنه زياتوالی راغلی دی.

د «د نفرتي جرمونو شمېرې» تر نامه لاندې راپور کې اېف بې ايې څرګنده کړې ده، چې په ۲۰۱۶ کال کې د کرکې له امله شوي بريدونه ۶۱۲۱ وو، خو دا شمېره په ۲۰۱۷ کې ۷۱۷۵ ته لوړه شوې ده.

راپور دې ته اشاره کړې، چې ۶۰ سلنه دا جرمونه د قوميت او نژاد پر بنسټ رامنځته شوي دي، په داسې حال کې چې ۲۰ سلنه يې د دين اړوند دي.

راپور په ډاګه کړې، چې ۴۹ سلنه جرمونه د تورپوستو امريکايانو پر ضد شوي چې له اصله افريقايان دي او ۱۰ سلنه يې د لاتيني امريکا د خلکو پر ضد شوي دي.

اېف بې ايې په داسې حال کې د کرکې له امله د رامنځته شويو جرمونو په اړه دا راپور ورکوي، چې څو ورځې وړاندې يوه بل راپور څرګنده کړه، چې امريکا کې په ډله‌ييزو وژنو کې زياتوالی راغلی او په هرو څلورو ورځو کې يوه دا ډول وژنه شوې ده.



اعلان