فارن پالیسي: کابل کې د هند له لوري جوړېدونکی بند نړۍ کې د یوې بلې شخړې لامل کېدای شي

نظر او تحليل

فارن پالیسي: کابل کې د هند له لوري جوړېدونکی بند نړۍ کې د یوې بلې شخړې لامل کېدای شي

606

امریکایي فارن پالیسي رسنۍ د افغانستان د بندونو په اړه یو مطلب خپور کړی.
مطلب کې د افغانستان سیندونه د پاکستان پر ضد د هند یوه بله وسله ښودل شوې ده.
رسنۍ وایي، د کابل د نفوس زیاتېدو، د هېواد سختې وچکالۍ او د اقلیم بدلون د بندونو جوړېدو اړتیا زیاته کړې ده.
د رسنۍ په وینا، دا (د بندونو جوړول) په سیاسي لحاظ پېچلي ځکه دي چې یو لامل یې د دوه هېوادونو (افغانستان-پاکستان) تر منځ د اوبو د یوه قانوني چوکاټ نه شتون دی.
دواړه هېوادونه د اوبو د بهیر په اړه کوم رسمي سند نه لري.
رسنۍ کابل ته نږدې د چهار اسیاب شاه توت بند ته اشاره کړې چې کار به یې ژر پېل شي.
د شاه توت په نوم دغه بند ۱۴۶ میلیونه کیوبک اوبه ذخیره کولای او د کابل دوه میلیونه خلکو ته اوبه برابرولای شي. دغه راز، څلور زره هکتاره ځمکه به هم خړوبوي.
د دې تر څنګ دغه بند به د ده سبز په نوم نوي جوړېدونکي ښارګوټي ته هم د څښاک اوبه برابرې کړي.
د رسنۍ په وینا، دغه بند ګاونډي پاکستان کې وېره زیاتوي ځکه له دې سره به پاکستان ته د اوبو بهیر کم شي.
رسنۍ د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د یوه رپوټ په حواله لیکلي چې د شاه توت او ځینو نورو بندونو جوړېدو سره به پاکستان ته تلونکو اوبو کې شاوخوا اوولس سلنه کموالی راشي.



اعلان