د حضرت خديجې د نکاح کيسه

اسلام

د حضرت خديجې د نکاح کيسه

186

خدیجة الکبری په قریشو کې یوه د درانده نسب، ستر شرف او ډېر مال خاونده وه، ډېرو خلکو د دې د نکاح کولو هیله درلوده. ځکه نوموړې د ښه نسب لوړ شرف او ډېر مال سره سره د عالی اخلاقو، لوړو ادابو څښتنه هم وه. 
خو دې کله چې د رسول الله د نبوت د مخه د ده اخلاق، امانت داري، صدق، عفت او وفاء ولیده نو دیته يې په خپل مال کې د تجارت کولو غوښتنه وړاندې کړه، د دې لپاره چې دې هم د یو څه مال خاوند شي او د ابو طالب د کفالت څخه پرې خلاص شي. حضرت محمد د هغې وړاندیز ومانه او د تجارو په یوه قافله کې شام خوا ته رهي شو، حضرت خدیجې ورسره خپل غلام د میسره په نوم د ده د خدمت لپاره ملګرې کړ. میسره ده سره په سفر کې یوه دوه خلاف العادت نښې هم ولیدې. 
یو دا چې کله به لمر تیز او ګرم شو نو دوه ملکو به پرې سوری جوړ کړ چې د لمر ګرمي ورته ضرر ونه رسوي. 
دویم دا چې، یوه ورځ د هغې ونې لاندې کیناست کومه چې د یوه راهب د عبادت خاني پخوا کې وه، نو راهب ولید او د میسره څخه د ده په هکله پوښتنه وکړه هغه ورته وویل، دا قریش او د حرم د خلکو څخه دی راهب ورته وویل،
د دې ونې لاندې د نبي پرته بل څوک نه دې ناست. دا خبره راهب له دې وجې وکړه چې په هغه کې يې د نبوت نښې په سترګو شوې. 
حضرت محمد د تجارت په پای کې د ډېری ګټې سره راوګرځید او خدیجه پرې ډېره خوشاله شوه، او کله چې میسره ورته د راهب او دوه ملائکو واقعې ذکر کړی نو خوشالي لاپسې زیاته شوه، نو د دې رغبت له هغه سره د نکاح په کولو کې نور هم زیات شو. 
نو ورته يې پیغام واستوه ويې ویل، زه تاسره د قرابت او شرف او سرداری چې خپل قوم کې يې لرې، او د هغو ښو اخلاقو او صداقت چې تا کې شته له کبله غواړم تا سره نکاح وکړم. د دې عمر په دغه وخت کې د (۳۵ – ۴۰) کلو ترمنځ او د نبي کريم عمر (۲۵) کاله و، او خدیجه ګونډه هم وه. 
حضرت محمد د خدیجې وړاندېز خپلو درنو هر یو حمزه او ابو طالب ته وړاندې کړ او دا دواړه د حضرت خدیجة الکبری پلار خویلد بن اسد ته ورغلل او خدیجه يې ورڅخه د حضرت محمد لپاره وغوښته او هغه دغه غوښتنه ومنله رسول د هغې مهر (۲۰) ګډې وټاکه. 
خدیجه د نبي کريم تر ټولو لومړنۍ ښځه وه او د هغې د ژوند تر اخره يې بله ښځه په نکاح کړې هم نه وه، او ټوله اولاده يې هم له همدې څخه وه، درې ځامن (القاسم، عبدالله ، الطیب) او څلور لورانې (زینب، رقیه ام کلثوم او فاطمه) او صرف یو زوی يې چې ابراهیم نومیده، هغه هم ډېر کوچنی (تي خور) و چې مړ شو. هغه د بي بي ماریه قطبیه څخه وه، په دوی ټولو دې درود او سلام وي.



اعلان