پنځه چارې چې د اورښتونو پر مهال مو له تندرونو ژغوري

پام وړ

پنځه چارې چې د اورښتونو پر مهال مو له تندرونو ژغوري

515

د ابو ظبي پوليسو او د بېړنيو حالاتو او طبیعي پېښو د مخنيوي ادارې ۵ لارې چارې په ګوته کړې دي، چې له مخې يې خلک د اورښتونو پر مهال ځانونه له تندرونو ژغورلی شي.

دغو ادارو د «په ناڅاپي پېښو کې مو لارښود» په ترڅ کې هغه لارښوونې کړي چې له مخې يې خلک ځانونه له ورته پېښو ژغورلی شي. دې لارښود کې ټينګار شوی چې بايد ډېر خوندي ځای ته ځان ورسول شي او له معدني اجسامو او لويو ونو لرې والی وشي.

لارښود کې څرګنده شوې چې د تندر غورځېدو د وېرې پر مهال دې خلک نږدې ودانۍ ته ننوځي او د سترو ونو لاندې يا په خلاصه فضا کې له ناستې او درېدا دې ډډه وشي، پر دې سربېره که پر کورونو او موټرو د تندر مخ نيوونکې آلې نصب شي ښه به وي.

يادو ادارو ټينګار کړی، چې په داسې وخت کې دې د موبايل کارولو سره د تلفون او د برېښنايي انرژۍ د ستنو (پايو) تر څنګ له درېدا هم ډډه وشي او په لوړو ځايونو کې پاتې کېدل هم له ګواښه ډک دي. «له معدني توکو او اوسپنې هم لرې پاتې شئ».



اعلان