د نړۍ پياوړي پاسپورټونه؛ جاپان لومړی، افغانستان ۱۰۶

پام وړ

د نړۍ پياوړي پاسپورټونه؛ جاپان لومړی، افغانستان ۱۰۶

1349

د هېنلي پاسپورټ انډېکس په نوم وېبپاڼې تازه د نړۍ د هېوادونو د پياوړو پاسپورټونو لېست اعلان ته ورکړی دی.

دغو لېست کې د جاپان پاسپورټ د نړۍ تر ټولو پياوړی پاسپورټ ښودل شوی. یو جاپانی کولای شي چې پرته له ویزې یانې دویم هېواد ته په ننوتو په هوايي ډګر کې ویزه ولګوي. د دغو هېوادونو شمېر ۱۹۰ دي.

دویم هېواد سنګاپور دی چې اوسېدونکي يې ۱۸۹ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر کولای شي. درېیم جرمني دی چې د هېوادونو شمېر يې ۱۸۸ دی او څلورم نمبر کې فرانسه ده. پنځم نمبر کې امریکا او انګلستان دی چې د نړۍ ۱۸۶ هېوادونو ته دغه اسانتیا لري.

متحده عربي امارات په ۲۱ نمبر دی.

افغانستان په دغه لېست کې ۱۰۶ هېواد دی او تبعه يې دېرشو هېوادونو ته پرته له ویزې سفر کولای شي.

ګاونډي پاکستان په ۱۰۴ نمبر باندې دی.

 



اعلان